ایکنا- د وحشي صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت د وزیر په امر، د نقب زندان کارکوونکو پر دغه زندان د برید پر مهال د فلسطینيو بندیانو د قرآن کریم نسخې ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله.
ایکنانیوز د المیادین په حواله راپورراکړ، د تیریګر صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتامار بنګوېر د پنجشنبې په ورځ پر نقب زندان یرغل وکړ او ساتونکو ته ئې امر ورکړ چې د فلسطینيو بندیانو پاتې جامې په غیر قانونی توګه ضبط کړي.
د فلسطینيو بندیانو د رسنیز دفتر په یوې اعلامیې کې دا موضوع اعلان شوې ده.
دغه بنسټ وویل، د زندان کارکوونکو د برید پر مهال د قرآن کریم نسخې هم ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله. له دغو عملیاتو وروسته، بندیان یوازې له لږو جامو سره پاتې شوي دي.
د بندیانو رسنیز دفتر زیاته کړه: په نقب زندان کې وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د خوراکي توکو او روغتیايي توکو له دوامدار کمښت، د سختو زَورونکو اقداماتو له زیاتېدو او د پرلهپسې ناوړه چلندونو یادونه ئې وکړه.
دغه بنسټ وویل: دغه وضعیت د سلګونو بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړی او د بشري حقونو ضد دغو اقداماتو د زر تر زره د درولو لپاره یې د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.
د دغه رژیم په زندانونو کې اوس مهال شاوخوا ۹۵۰۰ فلسطیني بندیان ساتل کېږي، چې په هغوی کې ۹۴ ښځې او له ۳۵۰ څخه ډېر ماشومان هم شامل دي.
د بشري حقوقو ادارو له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې دغه راپورونه وڅېړي او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت ډاډ ترلاسه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4368368