ایکنا- د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم امنیتي ادارې پر یوې داسې طرحې غور کوي چې له مخې به ئې پوځ د غزې له ځینو برخو څخه شاتګ وکړي او خپل ځای به یوه څو مليتي قدرت ته پرېږدي.
د ایکنا د راپور له مخې، د «اناضول» خبري اژانس په حواله راپور راکړی چې لیکي، د صهیونیستي رژیم امنیتي ادارې پر هغې طرحې غور کوي چې له مخې به ئې پوځ د غزې له تړانګې څخه په ځینو برخو کې جزوي شاتګ وکړي او پر ځای به ئې یو څو مليتي ځواک ځای پر ځای شي.
د صهیونیستي رژیم د ۱۲ تيلیویژني چینل د راپور له مخې، د دغه رژیم امنیتي چارواکو په وروستیو شپو ورځو کې دا انتخاب د اوربند د طرحې د عملي کولو لپاره د هڅو په چوکاټ کې تر بحث لاندې راوستی دی.
راپورونه ښئي چې د «نړیوال ثبات ځواک» د جوړولو لپاره، چې د اوربند په طرحه کې یې وړاندوینه شوې، اقدامات پیل شوي دي او داسې ښکاري چې تلابیب په غزه کې ځینو سیمو ته د دغه ځواک د داخلېدو موافقه کړې ده.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې د غزې کومې سیمې به د دغه څو مليتي ځواک کوربه وي او یا به د اسرائیلي پوځ د احتمالي شاتګ کچه څومره وي.
https://iqna.ir/fa/news/4368797