IQNA

6:47 - August 22, 2026
د خبر لمبر: 3493217

د حلال بازار د پراختیا لپاره د انډونیشیا او د فارس خلیج سیمې ګډه ملګرتیا

ایکنا- انډونیشیا، چې د سوېل ختیځې اسیا تر ټولو لوی اقتصاد بلل کېږي، غواړي د فارس خلیج د هېوادونو د پانګونې په جلبولو سره خپل حلال صنعت پیاوړی کړي.

انډونیشیا حلال بازاز

 ایکنانیوز د  عرب نیوز  په حواله راپور راکړی، د انډونیشیا د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي د نړیوال حلال صنعت د پرمختګ لپاره له مینځني ختیځ هېوادونو سره همکاري وکړي او د داسې مشارکت په لټه کې دی چې د انډونیشیا د تولیدي ظرفیتونو او د سیمې له بازار او پانګونې ظرفیت سره یوځای شي.

انډونیشیا، چې د سوېل ختیځې اسیا تر ټولو لوي اقتصاد دی، د نړیوال اسلامي اقتصاد په  ګراف کې له ملایشیا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان وروسته څلورم ځای لري.

انډونیشیا د نړۍ د تر ټولو لوي مسلمان‌اکثریتي هېواد په توګه له خپل نفوسي ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې سره هڅه کوي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې په نړیوال حلال مرکز بدل شي. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي؛ چې د مسلمانانو لپاره د مناسبو سیاحتي خدمتونو له دودیدا  او د روان کال له اکتوبر میاشتې څخه د حلال سند اخیستلو د اجباري کولو په ګډون اقدامات په کې شامل دي.

د سوداګرۍ وزارت معلومات ښئي چې په تېرو پنځو کلونو کې منځني ختیځ ته د انډونیشیا صادرات په کال کې کابو  ۱۷ فیصده زیات شوي او په ۲۰۲۵ کال کې کابو  ۹.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د سوداګرۍ چارواکو د نړیوالو نندارتونونو، سوداګریزو ناستو او د سوداګریزو همکاریو د برابرولو د پروګرامونو له لارې د انډونیشیا حلال محصولات معرفي کړي او په ورته وخت کې یې د انډونیشیائي شرکتونو او د منځني ختیځ د شریکانو ترمنځ د لا پیاوړو اړیکو د رامنځته کولو هڅې هم کړې دي.

جکارتا په ریاض او قاهرې کې د انډونیشیا د سوداګرۍ د دودونکو مرکزونو او سوداګریزو سلاکارانو، او په جده او دوبۍ کې د خپلو سوداګریزو مشورتي ادارو له لارې اقتصادي شتون لري.

د انډونیشیا سوداګریز مشران هم منځني ختیځ، په ځانګړې توګه د فارس خلیج سیمه، د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو مهم بازار بولي.

د «سریویجایا کپیټل» خصوصي پانګونې شرکت بنسټګر او مشر  ارسجاد راسجید،وویل: که څه هم د فارس خلیج هېوادونه د انډونیشیا د غیرتیلی صادراتو یوازې کابو  ۳ سلنه جذبوي، خو نه یوازې د سوداګرۍ، بلکې د پانګونې لپاره هم د ودې پراخ ظرفیت شته.

هغه زیاته کړه: «زمونږ بلنه د خلیج شریکانو ته یوازې له انډونیشیا سره د سوداګرۍ په اړه نه ده، بلکې په انډونیشیا کې د پانګونې په اړه هم ده. مومږ د تولیدي مرکز، د حلال سند ورکولو چوکاټ او په یوه بازار کې ۲۴۰ میلیونه مسلمان مصرفوونکي لرو. هغه څه چې مونږ  ئې کم لرو، پانګه ده. په انډونیشیا کې پانګونه وکړئ او له انډونیشیا سره یوځای تولید او جوړونه وکړئ.»

https://iqna.ir/fa/news/4370834 

captcha