ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه وویل: لا هم روښانه نه ده چې مونږ به د یکشنبې په ورځ په دې اړه کومه پرېکړه وکړوالبته زیات احتمال دا دی چې دا خبرې هیڅ نتیجه نه لری او بې معنا شوي دي.
د خبر لمبر: 3491267 خپرونې تاریخ : 2025/06/15
ایکنا - د منچستر سیټي فټ بال سر روزونکی پپ ګواردیولا، له منچستر پوهنتون څخه د افتخاري دوکتورا د ترلاسه کولو په مراسمو کې د غزې د خلکو په ملاتړ خبرې وکړې او وې ویل: هغه څه چې په غزې کې ئې وینم، ډیر دردناک دي؛ دا زما ټول وجود دردمنوي.
د خبر لمبر: 3491258 خپرونې تاریخ : 2025/06/11
ایکنا - د الازهر شیخ په یوه پیغام کې د فلسطینئ مجاهدې ډاکټرې «آلاء النجار» د ۹ اولادونو د شهادت په غم کې خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار ئې وکړ چې د نړۍ پتمن به د دغه وحشډوله اقدام او بېعدالتۍ اړخونه هیڅکله هیر نکړي.
د خبر لمبر: 3491183 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
ایکنا – د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادئې د مشرانو د پنځه ویشتمې غونډې په پایزې اعلامیې کې په غزې کې پر سملاسی اوربند،ددغې سیمې د کلابندۍ پر ختمیدا او د فلسطین دملت له حقوقو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3491125 خپرونې تاریخ : 2025/05/17
د ایران د پارلیمان مشر دانډونیشیا د جمعې لمانځه دستورې
ایکنا – محمد باقر قالیباف د انډونیشیا د جکارته ښار دجمعې لمانځه په دوه لکه کسیزټول کې ووئيل؛ د مونږ مسلمانانو نننئ دنده وحدت او اتحاد دی او باید د نړۍ استکباري نظام ته اجازت ورنه کړو دتاریخ ترټولو لویه نسل وژنې ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3491122 خپرونې تاریخ : 2025/05/17
ایکنا - د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره د «هنر لپاره غزه» نومې یو نندارتون د پاکستان په اسلام اباد کې جوړ شو.
د خبر لمبر: 3491070 خپرونې تاریخ : 2025/05/06
د عراق د البدر تنظیم عمومی منشي پر درستې سیمې د امریکا او ایران د جنګ د نتیجو په باب په خبرداری ورکولو سره ووئیل،د غزې خلک د اجباري کوچیدا او د نسل وژنې په درشل کې دي.
د خبر لمبر: 3490904 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا - د پاکستان یوې مشهورې معمارې میرمن یاسمین لاري په فلسطین او غزې تړانګې کې د فلسطین د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم په جنایتونو او ددغه رژیم په حملو باندې په اعتراض کې د ۲۰۲۵کال ولف اسرائیلي جایزې له اخستلو ډډه وکړه.
د خبر لمبر: 3490792 خپرونې تاریخ : 2025/03/13
ایکنا – د سلواغې په ۲۲ نیټه د تهران پشمول په درست ایران کې په یووخت په رسمي ډول د ایران د اسلامی جمهوریت ولایتمدار او انقلابی ولس په پراخ ،ولولناک او میلیوني لاریون سره د یوم الله یعنی د استکبار او استعمار په ضد الله اکبر په چغې سره د ازادۍ لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490631 خپرونې تاریخ : 2025/02/12
ایکنا - د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال عبدالباري عطوان زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم غلطۍ دا وه چې هڅه یې وکړه چې یمن له نیواکي فلسطین څخه په دوه زره اته سوه کلومیټره واټن لرلو سره نیغ په نیغه ټکر بدل کړي او هڅه وکړي د عربو رژیمونه د صهیونیسټ رژیم د نقشو او پلانونو پراساس د نوي سیمې د رامینځته کولو لپاره د تیریو او د نیواکګرۍ په ملاتړونو حکومتونو بدل کړي.
د خبر لمبر: 3490481 خپرونې تاریخ : 2025/01/16
معظم رهبر؛
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په غزې کې د اور بند په اعلان پسې وفرمائيل؛ دغزې د خلکو صبر او د فلسطینی مقاومت کلک استقامت او دریدا وحشي صهیونیسټي رژیم شاتګ ته اړ کړ.
د خبر لمبر: 3490478 خپرونې تاریخ : 2025/01/16
ایکنا –د انډونیشیا او ملایشیا په څیر د جنوب ختیځي آسیا په مسلمان میشتو هیوادونو کې ډيری مصرفونکو، د له صهیونیسټي رژيم څخه د ځينو لویدیځي برنډونو د ملاتړ په دلیل دغه برنډونه بایکاټ کړي دي، چې دغې موضوع د اسلامی او حلالو محصولاتو د خرڅلاؤ د رونق لپاره زمینه برابره کړې ده.
د خبر لمبر: 3490448 خپرونې تاریخ : 2025/01/11
ایکنا – ملګروملتو په خپل یوه وروستي راپور کې وئیلي دي،د نوي میلادي کال په لومړنۍ اونۍ کې د فلسطین په غزې تړانګې کې لږترلږه ۷۴ ماشومان شهیدان شوي دي
د خبر لمبر: 3490446 خپرونې تاریخ : 2025/01/11
ایکنا - د پاکستان دپوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیرعاموخلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490369 خپرونې تاریخ : 2024/12/25
ایکنا – د ایران د تبریز په عیدګاه کې د نور تبریز مداحي ډلې ،د قرآن د سیالیو په اوه څلویښټم پړاؤ پایزو دستورو کې د ۱۳۰قرآنی نازولو زلمیانو څخه جوړ د ثقلین او ثامن الائمه حماسی سرود او مدحي په ګډه تلاؤت اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3490340 خپرونې تاریخ : 2024/12/21
ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او دد پيښې اصلي عاملان همالته دي.
د خبر لمبر: 3490297 خپرونې تاریخ : 2024/12/11
ایکنا - په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیستي رژيم په وسیله د؛کمل عدوان؛ د روغتون له بمباریو وروسته،د فلسین د روغتیا وزارت او دفلسطین مسئولانو پرون د غزې تړانګې د روغتونونو د ملاتړ غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490200 خپرونې تاریخ : 2024/11/23
ایکنا- مسلمانو عالمانو دنړیوالې اتحادئې عمومی منشي په غزې کې د اور بند د پریکړه لیک په ویټو کې د امریکا سپير اقدام په سخته محکوم کړ او په غزې کې ئې د جنګ د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490198 خپرونې تاریخ : 2024/11/23
ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
د خبر لمبر: 3490184 خپرونې تاریخ : 2024/11/19
ایکنا – دعمان ستر مفتي د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومت او د لبنان د حزب الله او د یمن د انصار الله مقاومتي ځواکونو د مقاومت او استقامت په ستایلو سره ټينګار کړی دی چې نړیوال د مقاومتي چورلیز ددغو مبارزانو له خوا د داسې سرښیندنې شاهدان دي چې تر اوسه پورې ساری نه لري.
د خبر لمبر: 3490175 خپرونې تاریخ : 2024/11/18