د فلسطین د اطلاعاتو مرکز د راپور له مخې، دا څرګندونې وروسته له دې شوې چې د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار د مقدسې کورنۍ نومې کلیسا باندې په برید کې درې کسان ووژل شول او څو تنه نور، په شمول د یو پادري، ټپیان شول.
پاپ وویل: زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې د بشرپالنې قوانینو ته دې درناوی وکړي، د عامو وګړو د ساتنې ژمنې ته پابنده پاتې شي او د ډله ایزې سزا، بېقید او شرط زور استعمال او پر خلکو د جبري بېځایه کېدو د تپل کیدا مخه دې ونیسي.
له دې وړاندې د فلسطین د اسلامي مقاومتي غورځنګ حماس په غزې کې د اسرائيلي نیواکګرو له خوا د لاتین صومعې په کلیسا بمباري د غندلی و او دا ئې پر عبادتځایونو او بېځایه شویو خلکو نوی جنایت بللی و.
حماس غورځنګ په خپلې اعلامیې کې ویلي چې نیواکګر د کلیسا په نښه کول د فلسطیني ملت د ټولو برخو د له منځه وړلو په موخه د پراخې جګړې یوه برخه ده.
سپینې ماڼۍ هم ویلي و چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د اسرائيلو له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره په ټيلیفوني خبرو کې د دغه برید په اړه خپل خپګان څرګند کړې دی.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، ټرمپ دا پېښه لویه تېروتنه بللې او له نتانیاهو ئې غوښتنه کړې چې په دې اړه رسمي بیان خپور کړي او تشریح کړي چې څه پېښ شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4295442