IQNA

هالینډ په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د نندارتون کوربتوب کړی

14:37 - September 13, 2025
د خبر لمبر: 3491698
ایکنا - د هالینډ د پلازمینې امسټرډم د ښار میټرو په مرکزی تمځاي کې په غزې تړانګې کې د بې دفاع عامو خلکو په وژلو اوبمباریو کې د وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژیم  د وحشیتوب یو انځوریز نندارتون جوړ شوی دی.

یکنانیوز د فلسطین د اطلاع رسونې د  مرکز له قوله راپور راکړ، یوشمیر عبو او هالینډي سوله غواړو فعالانو  د امسټرډم  ښار د میټرو  په مرکزی تمځاي  کې په غونډيدا سره  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله جنایتونه محکوم کړل او د استعماری  او استکباری کړیو په ضد ئې شعارونه ورکړل.

دغه اعتراضیه غونډعه له هغه نندارتون ترسره کیدا سره یو ځاي  وه چې په غزې کې د بې دفاع عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو ااوښځو   د وژلو او د وحشی رژیم د پوځ  د بې آمانه بمباریو او حملو صحنې او انځورونه  ئې نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارتون یوه برخه  هم  د اسرائيلو د نسل وژونکو  جنایتونو او د خلکو د لوږې د وضعیّت  نندارې ته بیّله  ده.

داعتراض کونکو  په دغه اعتراضیه حرکت کې د فلسطین د  آزادئ په ملاتړ کې شعارونه ورکړل او  له صهیونیسټي رژيم  څخه ئې د هالینډ د  حکومت د رسمي ملاتړ د ختمولو غوښتنه وکړه.

د هالینډ پلازمینه او نور ښآرونه ئې په وروستیو څو میاشتو کې  د جنګ په ضد د غونډو او مظاهرو ډګرونه  دی، داسې غونډې او مظاهرې چې  ګډون کونکو ئې د غزې د غیر قانوني او غیر انساني کلابندۍ  او د جنګ د ختمولو  او له اسرائيلو سره دا ړیکو د غوڅولو پشمول  د حکومت له خوا د عملی اقداماتو د پورته کولو غوښته  کوي.

دغه اعتراضونه په داسې حال کې دوام لري، چې  د هالینډ د خارجه وزیر له استعفی یوه ورځ وروسته ، د ؛نوي اجتماعي تړون ؛نومې ګوند ټولو وزیرانو  هم  له موقته حکومته استعفی ورکړه ، یو داسې ا قدام چې  د صهیونیسټي رژيم  په ضد د بندیزونو په اعمالولو کې په ناکامۍ باندې د اعتراض  په توګه ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4304573  

captcha