ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی، د سپاه پاسداران پخواني قوماندان ستر جنرال محسن رضايي بیګا په یوې ټيلیویژني مرکې کې وویل:زمونږ هغه وړاندوینه چې ډونالډ ټرمپ به تفاهملیک مات کړي، ځکه رښتیا شوه چې واشنګټن له دې مخکې په عملي ډول د تفاهملیک ټول پنځه لومړني بندونه تر پښو لاندې کړي او تړون ئې له مینځه وړی و.
د سپاه پاسداران پخواني قوماندان زیاته کړه:د امریکا لومړنی سرغړونه په لبنان کې د اوربند د پلي کېدو مخنیوی او د صهیونیستي رژیم نه شاتګ و.
رضايي وویل:امریکايي لوري، د بېړیو په هڅولو او لارښوونې سره چې د ایران له څارنې بهر او په غیر قانوني توګه له هرمز تنګي تېرې شي، د تړون دوهمه سرغړونه وکړه.
هغه زیاته کړه:د دغې قانون ماتونې په ځواب کې، ایران له سرغړوونکو بېړیو سره قانوني چلند وکړ. له دې وروسته، د امریکا پوځ د ایران پر ساحلي سیمو، د بندرعباس پر هوايي ډګر، د قشم پر ټاپو او د اوبو پر ډنډونو او د مالګې د ایستلو پر تاسیساتو پوځي بریدونه وکړل او د تفاهملیک لومړی بند، چې د یو بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي په اړه ؤ، په بشپړ ډول ئې چخڼي کړ.
سردار رضايي ټینګار وکړ:د صهیونیستي رژیم له خوا د لبنان له سوېل څخه نه شاتګ،په هرمز تنګي کې د ایران د قانوني لارې له پرانیستل کیدو سره سره د غیر قانوني لارې رامنځته کول، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت ته د درناوي نه کول ، د ایران پر ساحلي سیمو پوځي یرغل او د ایران د کنګل شویو شتمنیو نه آزادول، هغه موردونه دي چې امریکا په تفاهملیک کې تر پښو لاندې کړي دي.
هغه د امریکا د پوځ وروستیو بریدونو ته په اشارې، چې د هېواد پر سوېلي ولایتونو او نورو سیمو ترسره شوي، وویل:دوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې پلونه او روغتونونه بمبارَوي او له دې کاره ځانګړی هدف لري، خو زموږ له سختو او پرلهپسې ځوابونو سره مخ شوي دي او دغه ځوابونه به لا سخت او پراخ شي.
د ایران د نظام د مصلحت پيژندونکي شورا غړي د امریکا د وروستیو اقداماتو د اهدافو په اړه وویل:دوی غواړي داسې عملیات ترسره کړي چې د سمندري محاصرې ترڅنګ پر ایران دباؤ زیات کړي او خپل ناوړه او د نظر وړ تفاهم ورباندې وتپي، خو زمونږ لپاره نور د "هم جنګ او هم مذاکرت" سیاست پاي ته رسېدلی دی.»
ستر جنرال رضايي زیاته کړه:مونږ هېڅکله د جنګ د پراخېدو غوښتونکي نه وو او دا مو د دولس ورځني جنګ پر مهال هم ثابته کړه، خو دوي د در یم تپلي جنګ په پیلولو سره مونږ مجبوره کړو چې جګړه سیمهییزه کړو. زمونږ پوځي نظرئه تر اوسه د مخه نیونې ، متقابل ځواب او د شخړې د پای ته رسولو پر بنسټ ولاړه وه ، او د هرمز د تنګي تړل هم د همدې تګلارې یوه برخه وه. خو که څو ورځې دغه تپلی جنګ دوام ومومي نو ممکنه ده وضعیّت بدل شي او بل رنګ غوره کړي.
https://www.irna.ir/news/86211754