سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د تاجكستان له خارجه وزير همراه خان ظريفی سره په كتنې كې وويل ايران او تاجكستان دوه هيوادونه بايد د يوه بل ترڅنګ ووسی څو د دوو ملتونو دوستانه اړيكې لازياتې پراخې شی
د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد زياته كړې دايران اوتاجكستان برخليك يو دی پر دې اساس دايران پرمختګ دتاجكستان پرمختګ هم دی .
د تاجكستان خارجه وزير همرا ه خان ظريفی هم په دغې كتنې كې وويل اسلامی ايران او تاجكستان كلتوری مشتركاتو ته په پام سره په بيلابيلو ډګرونو كې پراخې اړيكې لری او بايد دغه اړيكې ورځ په ورځ لا پراخې شی .
هغه په عين حال كې په سيمې او نړۍ بدلونونو كې غوره رول لری چې د سيمې د امنيت او ثبات او سولې او پرمختګ سبب كیږی
1248516