کد خبر: 1292896
تاریخ انتشار : ۰۲ مهر ۱۳۹۲ - ۰۹:۲۲

د مصر اخوان المسلمين غورځنګ فعاليتونه منع اعلان شول

په هم دا وروستيو كې په فوری خبر كې وويل د مصر په قاهرې كې يوې محكمې چې له وروستيو څو اونيو راهسې ئې د دغه هيواد د اخوان المسلمين غورځنګ د فعاليتونو او د هغو د شتمنيو دتړلو په اړه غور او بحث پيل كړی ؤ نن ئې په يوې فيصلې كې د دغه هيواد دغه ولسی غورځنګ چې د نسكور شوی ولسمشر محمد المرسی پلوی غورځنګ شميرل كیږی ړنګ اعلان او په درست مصر كې ئې فعاليتونه منع اعلان كړل



د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له الجزيرې خبر ی چينل یې نقلوی چې د مصر ستر محكمی دغه راز دې غورځنګ د ټؤلو غړو ټؤلې شتمنۍ هم وتړلې .


په دغې فيصلې كې هم د ا راز راغلی دی د اخوا ن المسلمين غورځنګ سره اړونده ټوله موسسې او اورګانونه او ودانۍ به هم د حكومتی املاكو په توګه مصادره شی


هم دا راز يو بل خبر هم وائی د مصر لوی څارنوال هشام بركات نن په يوې فيصلې كې د مسلمانانو د نړيوالې ټولنې د مشر يوسف قرضاوی چې نن سبا په قطر كې ديره دی مصر ته له ورتلو سره د نيولو حكم صادر كړ


په مصر كې دفتنو راپورته كول او دبهرنيو لورو په ګټه جاسوسی په مصر كې دقرضاوی په ضد لګول شوی تورونه دی


1292716


captcha