کد خبر: 1292899
تاریخ انتشار : ۰۲ مهر ۱۳۹۲ - ۰۹:۲۲

په عراق كې ترهه ګربريدونه او چاودنې د دغه هيواد ويشلو لپاره يوه دسيسه ده

ښاغلی شيخ عبدالله حميدی عجيل الياور، چې عراق د «عدل او اصلاح» ګوند ستر منشی دی، نن وويل د هغو ترهه ګرو موخه چې د عراق په بيلابيلو ښارونو كې ئې د عامو خلكو په وينو لاسونه ككړ دی د عراق ويشل او تباه كول دی.



د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له نون خبری اژانس یې نقلوی چې ښاغلی شيخ عبدالله حميدی عجيل الياور، چې عراق د «عدل او اصلاح» ګوند ستر منشی دی، زياته كړه ځينی هيوادونه د ترهه ګرو په پياوړی كولو او د بم چاودنو او ترهه ګرو حملو د زياتولو لپاره د هغو ی د هر ډول مرستو په زياتولو سره د عراق د ويش لاره هواروی


ښاغلی شيخ عبدالله حميدی عجيل الياور، هم دا راز ټينګار وكړ د قومی، پرګنيزې او قبيله وی فتنې رامينځةكول يوه بله موخه ده چې ترهه ګر او دهغوی ځينی ملاتړی هيوادونه هڅه كوی په عراق كې ئې رامينځةكړی . البته دا دعراق ملت دی چې پخپل اتحاد اويووالی او انسجام سره دترهه ګرو او شيطان صفته حكومتونو دغه ډول دسيسې شنډولی او دخپل هيواد راتلونكی ساتلی شی



د عراق مسئولانو او خپلواكه سرچينو په ځلونو دعربستان، قطر ،تركیې پشمول په عراق كې دفعالو ډلو ځينو ملاتړو هيوادونو ته په خبرداری وركولو سره په كرتو له دغو هيوادونو غوښتی دی دترهه ګرو ډلو دملاتړ په ختمولو سره دې دعراق په كورنيو چارو كې له لاسوهنو ډډه وكړی


1292642


captcha