کد خبر: 1293743
تاریخ انتشار : ۰۳ مهر ۱۳۹۲ - ۱۱:۳۴

د مصر د اخوان المسلمين ګوند د ړنګيدو حكم، په دغه هيواد كې د اختلافونو د زياتيدو لامل دی

د مصر جماعت اسلامی «التجمع» د دغه هيواد د اخوان المسلمين ګوند د ړنګيدو په اړه د مصر د يوې محكمې حكم د مصر د اختلافونو د زياتيدو عامل وباله.



د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د راپور پر اساس چې له «اليوم السابع» ورځ پاڼې یې نقلوی چې د مصر جماعت اسلامی «التجمع» نن په يوه بيانيه كې اعلان وكړ چې د مصر د اخوان المسلمين ګوند د ړنګېدو حكم نه يوازې د مصر كورنی اختلافونه نه شی حلولای، بلكې په حقيقت كې د اختلافونو د زياتېدو لامل ګرځی او په حقيقت كې ددې حكم موخه له سياسی فعاليتونو څخه د مسلمانانو لرې كول دی.


په بيانيه كې راغلی چې د اخوان المسلمين د ړنګېدو حكم داسې محكمې وركړی چې د مصر د اساسی قانون او د عدالت او آزادۍ د قانون له مخې دغه محكمه اصلا ددې صلاحيت او واك نه لری چې آن دغه موضوع وڅېړی.


د مصر لویې څارنوالۍ پرون په يوه حكم كې د اخوان المسلمين غورځنګ فعاليتونه بند كړی او ددغه ګوند ټولې شتمنۍ یې مصادره اعلان كړې دی.


1292863


captcha