د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، آيت الله ناصر مكارم شيرازی تكفيری وهابيان داسې په ګوته شمير جاهلان وبلل چې له حقيقی اسلامه هیڅ اطلاعات نه لری.
دغه ستر دينی مرجع ددې خبرې په كولو سره چې اسلام د جاهلیّت په پړاؤ كې پيل شوی وويل هغه څه چې د اسلام معجزه بلل كيدلی شی ، دا دی چې اسلام له جاهليته په ډك چاپيريال كې راوپنځيد او وده ئې وكړه چې دا پخپله د اسلام او د حضرت محمد (ص) معجزه ده.
ښاغلی آيت الله العظـی مكارم شيرازی د دې خبرې په كولو سره چې بايد علميه حوزې پراخې شی او د وخت او موقيعيت په نسبت ورته ځانګړی پام وشی وويل هم دا اوس د عراق، لبنان ، سورئې ، افغانستان او هندوستان د علميه حوزو پشمول د نړۍ په نهو هيوادونو كې دينی طلبه په دينی حوزو كې د علم په ترلاسه كولو لګيا دی او مونږ ورسره هر ډول مرستې كوو ځكه بايد د هغوی ضروری مرستې او ملګرتياوې د ورځې يو ضرورت دی.
1294189