کد خبر: 1305481
تاریخ انتشار : ۲۸ مهر ۱۳۹۲ - ۲۰:۲۱
سردار جعفری

امريكا، اسلامی ايران ته د پوځی ګواښ كولو جرائت نۀ لری

د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك عمومی قومندان سردار جعفری وويل امريكا، د ايران اسلامی جمهوريت ته د پوځی ګواښ كولو جرائت نه لری.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواكو عمومی قوماندان تورن جنرال محمدعلی جعفری نن د ايران په مشهد ښار كښې د شهدای وحدت د څلورمې كليزې په مراسمو كښې زياته كړه: امريكا نن سبا حتی په خوله د ايران پوځی ګواښلو جرات نلری ځكه چې ايران د شهيدانو د وينې په بركت او د اسلام په محوريت سره په معنويت باندې متكی يو نړيوال ستر قدرت باندې بدل شوی دی او د نړۍ د مادی قدرتونو په وړاندې ولاړ دی.


ښاغلی سردار محمد علی جعفری هم دا شان څرګنده كړه: سږ كال ترهګرو او د سلطې د نظام روزلو ډلو د ايران په سويل ختیځ كښې د ځان مرګو عملياتو په شمول په ټول هيواد كښې ۱۱ترهګرانه عمليات په نظر كښې درلودل چې د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك په زيركتيا او هوښيارتيا سره شنډ شوی دی.


1305417


captcha