کد خبر: 1305484
تاریخ انتشار : ۲۸ مهر ۱۳۹۲ - ۲۰:۲۱

د بحرين سياسی ګوند الوفاق د يوه ځوان د وژلې د عاملانو د پيژندلو غوښتنه وكړه

د بحرين د ال خليفه ديكتاتور رژيم مخالفو ګوندونو بيا په تيره د الوفاق ګوند د يوه (۱)ځوان د شكمنې وژلې د عاملانو د پيژندلو غوښتنه وكړه.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الوفاق یې نقلوی چې د بحرين شل (۲۰) كلن ځوان حسين مهدی حبيب چې د ال خليفه رژيم د عسكرو تر تعقيب لاندې وو پرون په المالكيه سيمه كښې په شكمن ډول ووژل شو .


د بحرين ملی وفاق ګوند او وعد ټولنې په يوې بيانیې كښې د حسين مهدی حبيب د قتل د عاملانو په پيژندلو ټينګار سره وويل د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د لوړې شورا د كمشنرۍ په شمول د نړيوالو حقوقوی موسيسو په شتون سره په دې باره كښې يوه (۱) بې طرفه كمیټه جوړه شی.


د بحرين د ملی وفاق ګوند او د وعد ټولنې په بيانیې كښې دغه راز د فرقې ای د مشكلاتو د زياتيدا په باره كښې خبرداری وركړل شوی دی.


د بحرين د كورنيو چارو وزارت هم دا اوس د حكومتی ضد اعتراض كونكو د ځپلو د سختولو په چوكاټ كښې له يوه خارجی هيواد يعنی جنوبی كوريا سره په سړكونو كښې د مظاهرو د ځپلو لپاره د يو ميليون او شپږ لكه اوښلن ګازونو ګولې او د نوی زره(۹۰۰۰۰) لاسی بمونو د اخيستلو تړون لاسليك كړی دی.


د بحرين خلك د ديكتاتور حكومت د ختميدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د يوه (۱)خپلواكه حكومت د جوړيدا غوښتنه كوی .


1304582


captcha