IQNA

ایت الله خامنه ای: له کلتوری یرغلونو سره د مقابلې لپاره زیاتې هڅې پکار دی

8:26 - December 11, 2013
د خبر لمبر: 1337092
سیاسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د کلتوری انقلاب د لوړې شورا له مشر او نورو غړو سره په کتنې کې د ایران د میړنی ملت پر ذهن او چلند د اغیز شیندنو په مشخصې موخې سره په نړۍ کې د سلګونو آډیوئی، ویډیوئی، مکتوبی او ځینو نورو رسنیو فعالیتونو ته په اشارې سره نوښتی هلې ځلې د کلتوری یرغلونو له مقولې سره د حکیمانه چلند په اساس وبللې.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دا راز له کلتوری یرغلونو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزارت او د ریډیو او ټیلیوژن ادارې ته په سپارښتنو کې ټینګار وکړ د کتاب تولید، د ښو کتابونو ژباړل، د فلم د جوړونې پر لوړ ظرفیت په تکیې سره د جذابو فلمونو ، د ښو کمپیوټری لوبو او ګیمونو تولیدول او هم دا راز د معنا لرونکو د لوبو شیانو تولید او د خوځنده لوبو دودیدا دې پر خپلو کارنده پروګرامونو او ایجنډا کې شامل کړی.


 


د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایران ته له واردیدو مخکې د کلتوری یرغلونو نوی راپنځیدلو ښکارندو څارنه او دقیقه پیژندګلوی ضروری وبلله او د یرغلګر کلتور په مقابل کې ئې دفاعی  درییځ او انفعال خورا لوی بد او تاوانی چلند وباله


 


حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای  هم دا راز  په پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې  دعلمی پرمختګ  د دوام ضرورت ته پر بشپړ پام په ټینګار سره وفرمایل، دا مونږ کولی شو :  په نامه د شعار واقیعیت د ایران په ځوانې پرګنې کې څپې وهی ، چې باید علمی څوکو  او د ایران علمی مرجع مقام او هم دا راز د ماډرن اسلامی تمدن د دودیدا ته د ایران د رسیدا  لپاره ورځڼی استفاده وشی او دغه چاره تحقق ومومی.


 


د اسلامی انقلان معظم لارښود ټینګار وکړ  پوهنتونونه باید هیڅکله هم د سیاسی بهیرونو ّځالې نشی ځکه دغه کار د علمی ودې او خوځندوالی مخه نیولی شی.


 


د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دا راز  په دوام کې فارسی ژبې او هغو یرغلونو ته په بې پامیو په اندیښنې ښودلو سره چې پر دغې ژبې کیږی ټینګار وکړ ، د کلتوری انقلاب لوړه شورا دې د فارسی له دقیقې او په زړه پورې ژبې له هرډول کمزوری کونې او تیری سره د حکیمانه مقابلې په ترڅ کې، په ټولو زمینو کې د فارسی ژبې د پیاوړتیا، پراختیا او مضبوتیا لپاره ملموسې او بیا بیا هڅې وکړی


 


دوی دغه راز د علمی، فلسفی او سائنسی علومو  د اساس برابرول د کلتوری انقلاب د لوړې شورا یو خورا اصلی اقدام وباله او زیاته ئې کړه، دغه شورا دې د طلاق، مالی فسادونو او بد اخلاقیو په څیر د مسئلو جرړه ایزه څیړنه او جاجونه وکړی. 


1337043
captcha