د ایکنا د راپور له مخې، چې د عراق د رسمي خبري اژانس (واع) له قوله ئې خپورکړی راغلی دی، نصیف الخطابي وویل چې له ۱۷۲ هېوادونو څخه له ۵ میلیونو څخه زیاتو بهرنیو زائرانو د امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه چې سږ کال په کربلا ولایت کې ۱۶ زره حسيني موکبونو زائرانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړل.
د کربلا والي همدارنګه وویل چې د اربعین د مراسمو پر مهال د کربلا د روغتیا ادارې، د نورو وزارتونو په همکارۍ، ۷ میلیونه زائرانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
الخطابي زیاته کړه چې د اربعین د مراسمو په ټولې مودې کې کربلا ولایت ته په شپه او ورځ ۱۶۰۰ مېګاواټه برېښنا برابره شوې وه.
https://iqna.ir/fa/news/4368084