
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له إطلاع رسولو مرکز الاهرام یې نقلوی چې د الازهر اسلامی مرکز د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د الازهر عالمانو شورا غړو په پرونۍ ناستې کې چې د شیخ احمد الطیب په مشرۍ کې تر سره شوه، په اتفاق سره د ښاغلی قرضاوی استعفا قبوله کړه.
د شیخ الازهر مرستیال ښاغلی عباس شومان څرګنده کړه چې دې شورا د قرضاوی استعفا مسله وڅیړله او د رایو ورکولو په وخت هم د الازهر مشر د شیخ احمد الطیب په مشریزې کرسۍ څنګته شو.
شیخ الازهر دا اعلان وکړ چې ښه نه ده چې یو عادل امام د خپلې فیصلې په وخت د چا په ضد چې هغه ورباندې څه تورن لګولی وی، ګډؤن وکړی چې دا شبهه په ذهن کې رانشی چې د پلانکی په مشرۍ کې رایی واچول شوی او هغه ترې غچ واخست.
له دې وړاندې ښاغلی قرضاوی د مصر د بدلونونو په اړه د الازهر دریځونو باندې په اعتراض کې په ټولنیزې شبکه ټویټر کې خپله استعفا اعلان کړې ؤ او په خپلې پیغام کې یې په شیخ الازهر ښاغلی شیخ احمد الطیب باندې سختې نیوکې کړی وې.
1336607