IQNA

د الازهر د څار مرکز د نړیوال جام پر مهال د اسلام‌ضده پروسې د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

6:46 - July 25, 2026
د خبر لمبر: 3493076
نړیوال جام
ایکنا- د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د اسلام‌ضده پروسې او کرکې د خپرېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د النبأ له قوله خپور شوی راغلي دي، د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز د لویو ورزشي سیالیو په ترڅ کې د توپيري او توکمپالو څرګندونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار ئې کړی چې له ټولنیزو رسنیو څخه د کرکې د خپرولو او د نورو پر ضد د پارونې لپاره ناوړه ګټه اخیستل، د ګډ ژوند او څوګونیزې ټولنې ارزښتونه له ګواښ سره مخ کوي او ورزش د نږدېوالي له وسیلې څخه د اختلافاتو د پراخولو په یوه وسیله بدلوي.

دغه مرکز په خپل راپور کې ویلي چې د دې ښکارندې پر وړاندې مبارزه د حکومتونو، د ټولنیزو رسنیو د پلیټ فورمونو او ټولنیزو بنسټونو ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا لري، څو مسؤلانه عامه وینا رامینځته شي او د ورزشي پېښو څخه د توکمیزو او مذهبي کرکې او توپير د خپرولو لپاره د ناوړه استفادې مخه ونیول شي.

په راپور کې د هسپانیې د توکمپالنې او ستر‌ضده پروسو د څار مرکز موندنو ته هم اشاره شوې، چې د ټولنیز امنیت او کډوالۍ وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي. د دې موندنو له مخې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام‌ضده کړنې او کرکې خپرېدل زیات شوي دي.

د راپور له مخې، یوازې په جون  میاشت کې په مجازي فضا کې له ۴۰ زرو څخه ډېر د کرکې خپرولو موردونه ثبت شوي دي. ورزشي پېښې د ۱۶ سلنه ونډې په لرلو سره، د ناامنۍ اړوند موضوعګانو (چې ۶۹ سلنه ئې جوړولو) وروسته د دې ډول محتوا د خپرېدو دوهم مهم لامل بلل شوي دي.

راپور ښئي چې د څارل شوې کرکې له ټولې محتوا څخه ۸۸ فیصده  ئې د شمالي افریقاتوکمو کسانو پر ضد وه، ورپسې ۱۱ سلنه د مسلمانانو پر ضد پیغامونه او ۷ سلنه د افریقائي توکمه  خلکو پر ضد سپکاوی کوونکی محتوا وه.

همدارنګه راپور څرګندوي چې د توکمپالو څرګندونو سختوالی هم زیات شوی دی؛ داسې چې ۴۸ سلنه پیغامونو کې غیرانساني او سپکاوی کوونکې ژبه کارول شوې وه، ۳۲ سلنه پوسټونو ټارګټ شوي ډلې د ټولنې لپاره ګواښ بللې وې، او ۱۰ فیصده پوسټونو په ښکاره ډول د بهرنیانو د ایستلو غوښتنه کړې وه.

د ټولنیزو رسنیو د غبرګون په اړه راپور ښئي چې ۶۱ فیصده راپور شوي کرکجن مطلبونه لیرې شوي دي. ټیک‌ټاک د ۹۸ سلنه برخې په لیرې کولو سره تر ټولو لوړ غبرګون ښودلی، وروسته ایکس (X) له ۹۳ سلنه، فېسبوک له ۶۲ سلنه او انسټاګرام له ۳۲ سلنه راځي، په داسې حال کې چې یوټیوب یوازې د ۸ فیصده موادو په  لیرې کولو سره تر ټولو کم غبرګون ښودلی دی.

د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز په پاي کې ټینګار وکړ چې په مجازي فضا کې د کرکې د خپرېدو پر ضد مبارزه د څارنې او راپور ورکولو د میکانېزمونو پیاوړتیا، د نړیوالو همکاریو زیاتوالی او د کلتوري او مذهبي ډولوالی د درناوي په اړه د عامه پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري، څو   رښتینی سپورټي روحیه وساتل شي او د خلکو ترمنځ د ګډ ژوند ارزښتونه خوندي پاتې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4365595

captcha