IQNA

یو مسیحي چارواکی:

په فرانسه کې د  دینونو ترمینځ خبرې اترې نه‌جلاکېدونکې اړتیا ده

10:48 - July 28, 2026
د خبر لمبر: 3493089
پادری چارواکی
ایکنا- د فرانسې د کاتولیک  کلیسا یوه چارواکي ټینګار کړی چې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ د  دینونو ترمنځ خبرې اترې د دغه هېواد د ټولنې لپاره نه‌جلاکېدونکې اړتیا ده، ځکه د دواړو ترمنځ بې‌باوري لا هم د سیاسي او آئیډیالوژیکو ناوړه ګټو لپاره کارېدلی شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «واتیکان نیوز» له ویبپاڼې ئې نقل کړی راغلي دي، دا څرګندونې د فرانسې د «سن ایتین دو رووره» ښار د کلیسا د پادری یا  کشیش «ژاک هامل» د وژل کېدو د لسم تلین په مناسبت شوې دي. د کلیسا چارواکو په همدې مناسبت د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمینځ بې‌اعتمادي لا هم د سیاسي او فکري ناوړه استفادو وسیله ګرځېدلی شي.

ژاک هامل د ۲۰۱۶ کال د جولائی په ۲۶مه، هغه مهال چې د عشای رباني مراسم ئې ترسره کول، د داعش ترهګرې ډلې د دوو بریدګرو له خوا ووژل شو. په دې برید کې یو بل ګډونوال هم سخت ټپي شو. دغه پېښه په نړیواله کچه په پراخه توګه وغندل شوه او د فرانسې د ترهګریزو بریدونو له مهمو پېښو څخه وشمېرل شوه.

د دغې پېښې د لسم تلین په مناسبت، په سن ایتین دو رووره او د فرانسې په نورو ښارونو کې د یادغونډو، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو، نندارتونونو او د دعا ځانګړي مراسم ترسره کېږي.

په همدې تړاو، د فرانسې د سترو پادریانو  یا اسقفو د ټولنې اړوند له مسلمانانو سره د اړیکو د ملي دفتر مشر «ژان فرانسوا بور» له «واتیکان نیوز» سره په خبرو کې وویل چې په فرانسې کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د خبرو اترو مخینه  د ۱۹۵۰مې لسیزې ته رسېږي، خو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه او وروسته د ژاک هامل وژل کېدل د دیني افراطیت په اړه د بیا ارزونې مهم پړاوونه وو.

هغه وویل، د ژاک هامل له وژل کېدو وروسته، د فرانسې لوړپوړو مسلمانانو پلاوو له کاتولیک پادریانو  او اسقفو سره وکتل، د برید ځای ته ولاړل، دا برید ئې وغند  او له مسیحي ټولنې سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

بور زیاته کړه، ډېری مسلمانان له دې پېښې سخت خواشیني شوي وو، ځکه هغه اسلام چې دوی له خپلو پلرونو او نیکونو زده کړی، له تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه د خلکو د غبرګون په اړه وویل، مسلمانانو، مسیحیانو او حتی بې‌دینه کسانو د هنري اثارو په ډالۍ کولو، د پآدری هامل د قبر په لیدنه او په ګډو پروګرامونو کې په ګډون سره د افراطیت پر ضد خپل مخالفت څرګند کړ

له مسلمانانو سره د اړیکو د ملي دفتر مشر په پای کې وویل، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دا ناسم تصور دی چې ګواکې د نړۍ اوسني بحرانونه د  دینونو ترمنځ خبرې اترې بې‌اهمیته ګرځولي دي، حال دا چې د متقابل تفاهم او ګډ ژوند د ټینګښت لپاره دغه خبرې اترې تر بل هر وخت ډېرې اړینې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4366014

captcha