د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مسلمون حول العالم» له قوله ئې خپور کړی وئيل شوي دي، په دغې علمي ناستې کې د قرآني علومو په برخې کې د البانیايي څېړونکو رول او ونډه وڅېړل او روښانه شوه.
په دې غونډه کې د کتاب لیکوال فرید بیکو، د اشکودر مفتي شیخ محمد سوتاري، یو شمېر پوهان، څېړونکي، د دیني علومو زدهکوونکي او د اسلامي میراث مینهوالو ګډون کړی و.
په البانیا کې دا ډول هڅې ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې په دغه هېواد کې مسلمانان د ټول نفوس کابو ۷۰ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې کابو ۲۰ سلنه کاتولیکان او ۱۰ سلنه ارتودوکس عیسویان هم پکې ژوند کوي.
په دغه هېواد کې اسلامي بنسټونه لا هم له هغو علمي نوښتونو ملاتړ کوي چې د مسلمانې ټولنې د فکري او علمي میراث په اړه د پوهاوي د لوړولو سبب ګرځي.
شیخ محمد سوتاري په خپلې وینا کې د کتاب د لیکوال له علمي هڅو ستاینه وکړه، چې د عثماني میراث ځینې اړخونه یې مستند کړي او د البانیايي عالمانو مقام او رول ئې د اسلامي علمي غورځنګ په بډایه کولو کې روښانه کړی دی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د اسنادو او تاریخي سرچینو پر بنسټ څېړنې ډېر اهمیت لري، ځکه دا ډول څېړنې د عثماني میراث په اړه د ډېرو ناسمو او عامو تصوراتو د سمولو لپاره مرسته کوي.
د دغو مراسمو په پای کې ګډونوالو ته د کتاب نسخې هم ډالۍ کړئ شوې.
دغه ډول فعالیتونه څرګندوي چې په البانیا کې د اسلامي بنسټونو رسالت یوازې تر دیني چارو محدود نه دی، بلکې دغه بنسټونه د علمي څېړنو په ملاتړ، د نوي نسل له خپل تمدني تاریخ سره په تړلو او د اسلامي تمدن په جوړولو کې د البانیايي پوهانو د علمي ونډې په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
https://iqna.ir/fa/news/4363798