IQNA

   په استانبول کې نندارتون؛ د فرهنګي اړیکو او اسلامي هویت د پیاوړتیا لپاره

10:43 - July 28, 2026
د خبر لمبر: 3493088
نندارتون
ایکنا- د ترکیې او عربي نړۍ د هنرمندانو د انځورګرۍ اتم نندارتون د فرهنګي اړیکو او اسلامي هویت د پیاوړتیا په موخه د زمري په ۴  (یکشنبه) په استانبول کې پرانیستل شوی.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «فنانیوز» له خبري سرچینې ئې نقل کړی راغلي دي، د استانبول د ترک او عرب هنرمندانو ټولنې دغه دوه ورځنی نندارتون د «د انځورونو روایتونه» تر سرلیک لاندې د رامي کتابتون په کوربتوب او د ترکیې او عربي هېوادونو د ګڼ شمېر وتلو هنرمندانو په ګډون سره ترسره ش.

د پرانیستې په مراسمو کې د ترکانو او عربو د ګډ تمدني رول، چې د اسلامي تمدن په جوړېدو کې یې درلود، ټینګار وشو او یادونه وشوه چې هنري او فرهنګي نوښتونه د ملتونو ترمنځ د خبرو اترو او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لامل ګرځي.

په دې نندارتون کې د ښکلو هنرونو، تجسمي هنرونو او تطبیقي هنرونو بېلابېل اثار نندارې ته وړاندې شوي دي؛ لکه د تېلو رنګ انځورونه، عربي خوشخطی، د مجسمو جوړول، خټين لوخي، معرق‌کاري او د اسلامي تذهیب هنر. د دغو آثارو له ډلې د ترکي هنرمندې زینب سیهون اثر «د کعبې د دروازې پرده» هم نندارې ته وړاندې شوی، چې نوموړې د تذهیب هنر متخصصه ده.

د دغه نندارتون موخه د هنرمندانو له لیدنو، علمي سیمینارونو، کلتوري پروګرامونو او ماښامنيو غونډو له لارې د ترکیې او عربي نړۍ ترمنځ د فرهنګي اړیکو ټینګښت او د یوه ګډ، نوښتګر هویت پیاوړتیا ده.

دغه نندارتون د زمري تر ۵مې  پورې دوام درولد او د ترکیې، تونس، مراکش، مصر، سوریې، عراق، لبنان، یمن، فلسطین، کویټ، سوډان، متحده عربي اماراتو او عمان هنرمندانو پکې برخه درلوده.

د تذهیب هنر د اسلامي دودیزو هنرونو له مهمو څانګو څخه دی، چې د سرو زرو په ښکلي سینګار ولاړ دی او د خطي نسخو او انځورونو ښکلا او هنري ارزښت لا زیاتوي.

https://iqna.ir/fa/news/4366188

captcha