IQNA

په انډ،نیشیا کې د ۲۰۲۶ حلال نندارتون پیل شو

17:25 - July 14, 2026
د خبر لمبر: 3493024
ډي اته ډله
ایکنا- د ۲۰۲۶ حلال نندارتون د لومړي ځل لپاره د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ  ډلې (D-8) له خوا د انډونیشیا په پلازمېنې کې پرانیستل شو.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د اناتولي له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د حلال ۲۰۲۶ نندارتون د لومړي ځل لپاره د D-8  ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د انډونیشیا په پلازمېنې جاکارتا کې پرانیستل شو.

د دې ډلې  په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې دغه نندارتون د «حلال ۲۰۲۶ – اندونیزیا نندارتون» تر عنوان لاندې د غړو هېوادونو د چارواکو، ډیپلوماتانو او استازو په شتون کې پرانیستل شو.

دا پنځه ورځنی نندارتون د «د نړیوالو ملګرتیاؤ له لارې په D-8  ډلې هېوادونو کې د حلال اقتصاد پراختیا» په شعار سره جوړېږي، چې پکې وزیران، لوړپوړي چارواکي، سوداګریز مشران، پانګه‌وال او سوداګر غونډېږي.

د D-8 ډلې عمومي منشي سهیل محمود په یوه ویډیوئي پیغام کې د حلال اقتصاد په پراختیا کې د انډونیشیا پر مهم رول ټینګار وکړ او د دې وړاندیز هرکلی یې وکړ چې دغه نندارتون دې په یوه کلنۍ نړیوالې غونډې بدل شي.

محمود وویل: د D-8 هېوادونه په ګډه له ۱.۲۸ میلیاردو څخه زیات نفوس لري او د دوي ټول کورنی اومه تولیدات  له ۵ ټریلیون ډالرو څخه زیات دی.

هغه څرګنده کړه چې د مسلمانو اکثریت لرونکو هېوادونو اقتصاد لا هم د حلالو محصولاتو د نړیوالو ارزښتونو په ځنځیر کې محدوده ونډه لري.

محمود د غړو هېوادونو لپاره د حلال سوداګریز کریډور یا دهلېز، ډیجیټلي حلال بازار او د ګډې پانګونې پلیټ فارم د جوړولو وړاندیز وکړ، چې ورسره به د څېړنې، نوښت، بایوټیکنالوژۍ او خوراکي ټیکنالوژۍ په برخو کې ګډې پروژې هم پلې شي.

په دې نندارتون کې نړیوال نندارتونونه، د پانګونې غونډې، سوداګریزې ناستې او تخصصي بحثونه شامل دي، څو د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارئ زیاتې شي.

د دغې ډلې په بنسټګرو غړو هېوادونو کې ؛ترکیه، بنګله‌دېش، مصر، انډونیشیا، ایران، ملایشیا، نایجیریا او پاکستان دي، چې دغه ډله ئې د اسلامي نړۍ د مهمو اقتصادونو د راټولېدو لپاره په یوه چوکاټ بدله کړی ده.

دغه سازمان د دې لپاره فعالیت کوي چې د خپلو غړو هېوادونو ځایګی په نړیوال اقتصاد کې پیاوړی کړي، په سوداګریزو اړیکو کې نوي فرصتونه رامنځته کړي، په نړیوالو پرېکړه‌کوونکو میکانیزمونو کې د دوي ونډه زیاته کړي او د بدیلو او نوي کېدونکي انرژۍ  د نوو سرچینو د پراختیا ملاتړ ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4363694

captcha