IQNA

سردار حسین دهقان: اوس د ایران پر اټومی قدرت سترګې نشی پټیدلی

8:29 - December 11, 2013
د خبر لمبر: 1337096
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جهوریت د دفاع وزیر ښاغلی جنرال حسین دهقان ویلی چې اوس مهال د ایران پر اټومی قدرت سترګې نه شی پټیدلی.

د ایران د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر، جنرال حسین دهقان نن په تهران کې د دفاعی چارو په اوومه غونډه کې د دې په بیانولو سره چې ایران د ځایی پوهې د درلودلو په چوکاټ کې یو اټومی قدرت دی، نه په اټوم بم کې، ټینګار وکړ چې نړۍ نن پوهېږی چې د یوه هېواد ځایی او ملی پوهه د تجهیزاتو له درلودلو ډېره مهمه ده.


 


ښاغلی جنرال دهقانی د اټومی وسلې په درلودلو د ایران په تورنولو کې د سلطې نظام پلمو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایران اسلامی جمهوریت نړۍ ته ثابتوی چې د اټومی انرژۍ په اړه د سلطې نظام دریځ یوازې په ایران کې د علمی پرمختګونو د مخنیوی لپاره د پلمې لټول دی.


 


1336849
captcha