
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز لیبانون فایلز یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصر الله د راتلونکی یکشنبه په ورځ مازیګر د شهید الحسان اللقیس د درناوی په مراسمو کې وینا کوی او په دې ویناکې به د نیواکګر اسراییل په خلاف خپلې پالیسې اعلان کوی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر به په دې مراسمو کې چې د مازیګر دوه نیمې بجې د ځای وخت په مطابق تر سره کیږی د حزب الله غورځنګ قوماندان شهید اللقیس د شهادت په اړه وینا کوی.
دا مراسم د شیهد اللقیس له کورنۍ لخوا په بعلبک کې تر سره کیږی.
د ویلو ده چې شهید اللقیس څو ورځې وړاندې د اسراییلو ترهګرو په لاس د خپل کور مخې ته شهید کړې شو.
1337345