
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «lemag»، یې نقلوی چې دا کتاب په ارجنټاین کې د ملی پوهنتون روزاریو په مرستې او د مراکش د پلازمینې رباط د اقدال محمد پنجم پوهنتون په همکارۍ سره خپور شو.
د «مسلمانان برزیل» نومې کتاب 271 مخونه لری او په دې کتاب کې په برازیل کې اسلام له مختلفو اړخونو لخوا څیړلې شوی دی.
همدارنګ برازیل ته د اسلام راتلل او د برازیل د مسلمانانو ځانګړتیاوې بیا په تیره د «ریو دو ژانیرو»، «سائو پائولو»، «بلوهوریزونته» او «فلوریانو» ولایتونو د مسلمانانو خصوصیات په دې کتاب کې بیان شوی دی.
د دې کتاب د مخکتنې مراسم به د راتلونکی اوونۍ د زیارت په ورځ په مراکش د پلازمینې رباط په هنری میوزیم (Villa des Arts) کې تر سره کیږی.
د کتاب اصلی ژبه پرتغالې ده خو په دوو نورو ژبو اسپانیایی او عربی کې هم ترجمه شوی دی.
1339464