IQNA

15:42 - August 16, 2026
د خبر لمبر: 3493188

   په الجزایر کې؛غزه؛نومې  ۲۴ کلنه قرآني مدرسه

ایکنا- د الجزایر د قسنطینې ولایت په حامه بوزیان سیمې کې د «غزه» نومې قرآني مدرسه ۲۴ کلن تاریخ لري. دغې مدرسې خپل فعالیتونه د قرآن کریم د زده‌کړې او حفظ د اسانتیا لپاره ځانګړي کړي او د علم او شخصیت جوړونې په یوه مرکز بدله شوې ده چې تر اوسه ئې سلګونه نارینه او ښځینه حافظان روزلي دي.

غزه ښونځی

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «النصر» په حواله ئې خپور کړی راغلي دي، هر کال د اوړي په موسم کې د الجزایر سلګونه کورنۍ د خپلو  ماشومانو لپاره له کوڅو او د برېښنائي سکرینونو له بوختیاوو لیرې، په قرآني مدرسو کې نوم‌لیکنه کوي. دوی باور لري چې دغه ډول بنسټونه د ماشومانو د رخصتیو  یا چټیانو د وخت د ګټورې استفادې او د دیني او اخلاقي ارزښتونو د ټینګښت لپاره مهم دي.

په دغو بنسټونو کې د الجزایر د قسنطینې ولایت د «حامه بوزیان» سیمې د «غزه» نومې قرآني مدرسه ځانګړی ځای لري. دغې مدرسې له ۲۴ کلونو راهیسې خپل فعالیتونه د قرآن کریم د زده‌کړې او حفظ د اسانتیا لپاره وقف کړي او د علم او شخصیت جوړونې په یوه مرکز بدله شوې ده چې سلګونه نارینه او ښځینه حافظان ئې روزلي دي.

«غزه»؛ مدرسه‌ای قرآنی با 24 سال قدمت در الجزایر

د غزه قرآني مدرسې له پرانیستل کېدو راهیسې د حامه بوزیان سیمې او د قسنطینې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه قرآن‌زده‌کوونکي جذب کړي دي.

د قرآن په وسیله د وزګار وخت تېرول!

د مدرسې مدیر، محمد طاهر مراد، ټینګار وکړ چې دغه بنسټ له دوو لسیزو څخه زیات وخت کېږي چې خپل ښوونیز رسالت ترسره کوي. د هغه په وینا، دا مدرسه یوازې د قرآن کریم د حفظ لپاره یو ځای نه دی، بلکې داسې ښوونیز مرکز دی چې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو پر بنسټ د نسلونو روزنې ته ځانګړې شوې ده.

هغه څرګنده کړه چې مدرسه د بېلابېلو عمرونو زده‌کوونکي مني او د هر قرآن‌زده‌کوونکي د وړتیا او کچې له مخې ورته مناسب ښوونیز پروګرامونه وړاندې کوي.

«غزه»؛ مدرسه‌ای قرآنی با 24 سال قدمت در الجزایر

له ۱۵۰ څخه د زیاتو ښځینه حافظانو روزنه!

د مدرسې مدیر محمد طاهر مراد وویل چې د دې مدرسې له جوړېدو راهیسې تر اوسه د هغو ښځینه حافظانو شمېر چې له مدرسې څخه فارغې شوې دي، له ۱۵۰ تنو څخه اوښتی دی.

«غزه»؛ مدرسه‌ای قرآنی با 24 سال قدمت در الجزایر

https://iqna.ir/fa/news/4369225

captcha