IQNA

16:27 - August 15, 2026
د خبر لمبر: 3493185

د قرآن کریم پر وړاندې د صهیونیستي ـ امریکايي سپکاوي په غبرګون کې د یمن د خلکو پراخه غونډه

ایکنا- د یمن ذمار ښار د قرآن کریم پر وړاندې د پرله‌پسې صهیونیستي ـ امریکائي سپکاویو د غندنې په موخې د یوې سترې ولسي غونډې شاهد و.

قرآن او یمن

د ایکنا د راپور له مخې، چې د انصارالله غورځنګ د  وېبپاڼې په حواله ئې راکړی راغلی دي، د یمن په ذمار ښار کې د خلکو   پراخ  لاریون ترسره شوی چې ګډونوالو پکې د قرآن کریم پر وړاندې د امریکايي ـ صهیونیستي پرله‌پسې سپکاوی وغنده او رد ئې کړل.

په دې غونډې کې ګډونوالو، د اجرائیه او سیمه‌ییزو چارواکو او ټولنیزو شخصیتونو په ملتیا، د هغو صهیونیسټي  عناصرو اقدامات وغندل چې دغه پاروونکی عمل ئې ترسره کړی او د نړۍ د مسلمانانو احساسات ئې ژوبل کړي دي.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د خداي تعالی د آسماني کتاب سپکاوی د دینونو د تقدس ښکاره خلاف ورزي او د اسلامي سپېڅلو ځایونو پر وړاندې څرګند تېری دی.

د غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیې کې ټینګار  شوی چې د قرآن کریم پر وړاندې وروستی امریکايي ـ صهیونیستي سپکاوی، د اسلام او مسلمانانو پر ضد د صهیونیستي غورځنګ او د کفري مشرانو له لارې د یهودانو د منظمې  او ښکاره دښمئ مبارزې یوه برخه ده.

په اعلامیې کې په بلې برخې کې ټینګار شوی چې دغه اقدامات د یهودانو او په لوېدیځ کې د هغوی د متحدانو له لوري د هغه شیطاني صهیونیستي پلان د عملي کولو د هڅو یوه برخه ده چې تر ټولو وړاندې اسلامي امت په نښه کوي او د ټول بشریت لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.

په اعلامیې کې دغه ناوړه صهیونیستي ـ امریکايي اقدامات، چې د قرآن کریم پر وړاندې د پرله‌پسې بریدونو د لړۍ یوه برخه بلل شوي، په سختو ټکو وغندل شول. قرآن کریم د ځمکې تر ټولو سپېڅلی اسماني کتاب بلل شوی او ویل شوي چې دغه اقدامات له قرآن کریم او په هغه کې له نغښتو ارزښتونو، اصولو او اخلاقو سره د هغوی ښکاره او څرګنده دښمني څرګندوي.

د یمن د خلکو  په اعلامیه کې پر دې ټینګار هم شوی چې دوی به له قرآن کریم او د هغه له ټینګو لارښوونو سره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي، د فلسطین له آرمانونو څخه به بې‌دریغه ملاتړ وکړي، د نړیوالو مستکبرو قدرتونو له سلطې څخه د خلاصون او د خپلواکۍ لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، څو تېری، محاصره اونیواک  پای ته ورسېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4369623

captcha