IQNA

د څو ژبو مرکزونو له لارې د حسیني اربعین بهرنیو زائرانو ته د خدمت‌ رسونې  جامع پلان

15:20 - August 03, 2026
د خبر لمبر: 3493126
قرآنی ژب پوهان
ایکنا- د حسیني سپېڅلي آستان د عامه اړیکو څانګې د دویم پرله‌پسې کال لپاره د اربعین بهرنیو زائرانو ته د لارښوونې او خدمت‌رسانۍ جامع پلان د څو ځانګړو  ژبو مرکزونو له لارې پلې کړی دی. دا طرحه د دې لپاره جوړه شوې چې د غیر عراقي زائرانو ګډون په اربعیني مراسمو کې اسانه کړي او هغوی ته د ژباړې، دیني او فرهنګي لارښوونو خدمتونه د دغه میلیوني  او ولولناک لاریون  او زیارت د نړیوال ماهیت له مخې وړاندې کړي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د حسیني سپېڅلي آستان له وېبپاڼې څخه ئې نقل کړی راغلي دي،د حسیني آستان د عامه اړیکو د نړیوالو اړیکو د څانګې مسئول غیث الحسني، وویل:دا پروګرام د دویم پرله‌پسې کال لپاره د هغو بهرنیو زائرانو د لارښوونې او ملاتړ په موخه عملي کېږي چې کربلا معلی ته سفر کوي. په دې چوکاټ کې هغوی ته د ژباړې، دیني او فرهنګي لارښوونو او د زیارتي لارو د معرفۍ په برخو کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کېږي.»

هغه زیاته کړه، د دغو مرکزونو جوړول د شیخ عبدالمهدي کربلایي، چې د لوړ  مرجعیت استازی دی، د لارښوونو پر بنسټ او د بهرنیو زائرانو د شمېر د پرله‌پسې زیاتوالي په ځواب کې ترسره شوي دي. د دغو مرکزونو دنده دا ده چې زائرانو ته د سپېڅلو زیارتونو د لاسرسي، د زیارتي لارو د پېژندنې او د شرعي او فرهنګي پوښتنو د ځوابونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، څو هغوی وکولای شي په ډېرې اسانتیا سره د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.

الحسني د دې طرحې د فعالیت د پراخوالي په اړه وویل:د لارښوونې مرکزونه په درو اصلي برخو کې ځای پر ځای شوي دي؛ د حسیني آستان اړوند میلمستونونه او د کربلا ښار مرکز. په دغو مرکزونو کې مسلکي ل معلماان  او ژباړونکي په بېلابېلو ژبو، لکه انګریزي، جرمني، فرانسوي، فارسي او اردو کې د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي. دغه پروګرام د بغداد پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په همکارۍ عملي کېږي.»

هغه زیاته کړه، په دغو مرکزونو کې مېشت لارښونکي د سپېڅلو عتباتو د تاریخ، د زیارت د آدابو او اعمالو، د عبادتي پروګرامونو او همدارنګه د زائرانو د اړتیا وړ خدمتونو او اسانتیاوو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کوي، څو بهرني زائران په لا ډېرې پوهې او ډاډ سره د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړئ شي.

د حسیني آستان د عامه اړیکو د نړیوالو اړیکو مسئول څرګنده کړه:په دې طرحه کې د دیني تبلیغ ځانګړې برخه هم شامله ده، چې د حسیني آستان د مبلغانو او د نجف اشرف د علمي حوزې د یو شمېر فاضلانو په همکارۍ عملي کېږي. په دې برخه کې دیني او فرهنګي مفاهیم د زائرانو په مورنۍ ژبه وړاندې کېږي او د هغوی اعتقادي، فکري او فرهنګي پوښتنو ته ځواب ویل کېږي.»

هغه ټینګار وکړ:دا نوښت د حسیني سپېڅلي آستان له خوا بهرنیو زائرانو ته د ځانګړې پاملرنې او د اربعین د زیارت د نړیوال اړخ د پیاوړتیا څرګندونه کوي. دا اقدام د فرهنګي اړیکو د پراختیا، د ملتونو ترمنځ د خبرو اترو د ژورولو او د امام حسین(ع) د غورځنګ د انساني او نړیوال پیغام د معرفۍ لپاره مهم رول لري.»

د حسیني سپېڅلي آستان د اربعین زائرانو ته د خدمت‌ د جامع پروګرام په چوکاټ کې، لا هم خپل  ټول  خدمت‌ونه، فرهنګي، درملیز ، انجنیري، اجرایي او رسنیزې وړتیاوې د کورنیو او بهرنیو زائرانو د غوره خدمت لپاره منظم کړې دي او د کربلا معلی پر لور په لارو او سرحدي دروازو کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4367541/

captcha