ایکنا- د بشري حقونو د یوه تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د هند د مسلمانانو وضعیت د ثبت شوو تاوتریخوالو له پلوه له تر ټولو سختو پړاوونو څخه تېرېږي.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «اخبار الشیعه» په حواله ئې راکړی ،راغلي دي، په دې وروستیو کې په ۲۰۲۶ کال کې خپور شوي بشري حقونو راپور د هند پر مسلمانانو د تاوتریخوالي او ناوړه چلند د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ښيي چې ښايي د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې، چې د دغو پېښو ثبتول پیل شوي، تر ټولو خونړی کال وګرځي.
په راپور کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو، د زرګونو کسانو د نیول کېدو او د کورونو، ودانیو او مذهبي ځایونو د ویجاړولو لسګونه موردونه یاد شوي دي.
د Torture Tracker India له خپرو شوو شمېرو سره سم، د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۴ مسلمانان وژل شوي دي. له هغو ۱۹ کسان په هغو پېښو کې وژل شوي چې د حکومتي ځواکونو او ادارو سره تړاو ورته ورکړل شوی، او ۲۵ نور کسان په هغو مذهبي انګېزه لرونکو ډلهییزو بریدونو کې وژل شوي چې د هندو افراطي ډلو پورې تړاو ورته ورکړل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې یوازې د مئ له میاشتې تر جولائی پورې ۲۵ مسلمانان وژل شوي دي؛ له دې ډلې ۱۵ کسان د پولیسو یا امنیتي ځواکونو له خوا او ۱۰ نور په هغو بریدونو کې وژل شوي چې هندو افراطي ډلو سره منسوب شوي دي.
د قربانیانو په منځ کې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ او یو ۱۶ کلن هلک هم شامل دي.
راپور ټینګار کوي چې سرغړونې یوازې تر وژنو محدودې نه دي، بلکې ډلهییزې نیونې، په توقیف کې د کسانو مړینه، د کورونو، جوماتونو او مذهبي ځایونو ویجاړول، او همدارنګه جبري ایستل او بېځایه کول هم پکې شامل دي.
په راپور کې ټینګار شوی چې دغه اقدامات په ځانګړي ډول په اترپردېش، آسام، کشمیر او لوېدیځي بنګال کې ډېر لیدل شوي دي.
راپور همدارنګه د ټولنیزې هوساینې په پروګرامونو، د تابعیت د تأیید په کړنلارو او د ونډو په نظام کې د بدلونونو په اړه نیوکه کړې ده. سربېره پر دې، د لږکیو د چارو او اسلامي مذهبي مدرسو لپاره د بودجې د کمېدو یادونه شوې او ویل شوي چې په یوې صوبې کې ۷۷ مسلمانې ټولنې د ونډو له نظام څخه ایستل شوې دي
د راپور لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د دغو بدلونونو دوام ښائي له سزا د پاتې کېدو فرهنګ لا پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول په هغو مواردو کې چې پولیس افسران یا بانفوذه سیاسي څېرې په سرغړونو او ناوړه چلند کې په لاس لرلو تورنېږي.
دوی غوښتنه کړې چې د مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو د خوندیتوب ضمانت دې وشي او د هغوی مدني، مذهبي او قانوني حقونو ته دې درناوی وشي.
https://iqna.ir/fa/news/4369593