ایکنا- دغه لمونځ د اهل سنت د یوه دینی عالم په امامت ترسره شو چې د هغه په امامت کې ټولو اهل تشیع او اهل تسنن وروڼو په یو ځاي د استغاثې لمونځ ادا کړ .
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان او بلوچستان په زاهدان ښار کې د جمعې په ماښام د خلکو د غونډو په څنډه کې د شیعه او سني عالمانو او د بېلابېلو پرګنو په سلګونو خلکو په ګډون د د استغاثي او یووالي لمونځ ادا شو.
په راپور کې وئيل شوي دي چې دغه لمونځ د اهل سنت د یوه دینی عالم په امامت ترسره شو چې د هغه په امامت کې ټولو اهل تشیع او اهل تسنن وروڼو په یو ځاي د استغاثې لمونځ ادا کړ .
داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی امت دغه شان یووالی او پیوستون داستعمار او استکبار په تیره بیا دامریکاصبهیونیسټي قدرت په مخ یوه درنده څپیړه ده او همدغه یووالی دی چې د ایران ملت ورسره د امریکا او صهوینیسټي رژيم په څير وحشی او نیواکګرو او تیریګرو رژیمونو ته ماته ورکړې او اوس ورڅخه لاره ورکه شوې ده.
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i176620