IQNA

د ایران ملت به هیڅکله اجازه ورنکړی، چې په اټومی خبرو کې یې عزت داغې شی

9:14 - December 14, 2013
د خبر لمبر: 1340857
سیاسی ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطیب وویل، د ایران ملت به هیڅکله دا اجازه ورنکړی، چې په اټومی خبرو اترو کښې د اسلامی ایران عزت او حرمت داغې شی .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطیب  آیت الله علی موحدی کرمانی  وویل د ایران او ۵+۱ ډلی خبرې اترې  باید  د متقابلو امتیازونو او شرایطو پر اساس وی،لکه څنګه چې  لویدیځوال زیاتې غواړی دی، نو که ایران په اټومی خبرو اترو کښې،پرته  له دې،چې  له هغوۍ امتیاز واخلی ،هغوۍ ته امتیاز ورکړی ،نو  لویدیځوال به  له ایران څخه زیاتې تمې وکړی .


 


ښاغلی آیت الله موحدی کرمانی  وویل  اټومی خبرې اترې، نړیوالو ته د ایران د اسلامی جمهوریت  د سوله غواړو ایډیالونو او ارزښتونو د معرفۍ لپاره  ښه فرصت دی ،ایرانی مرکچې لوری باید نړیوالو ته ثباته کړی،چې  په نړۍ کښې  له ایرانه د نورو د ویرولو  لپاره د لویدیځوالو په تیره بیا د آمریکا  درست اقدامات هسې تشې دسیسې دی .


 


 


د تهران د جمعی لمانځه خطیب،د ایران مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه،په خبرو اترو کښې په پوره هوښیارۍ او پیژندګلوۍ سره ګډون وکړی،د مقابل لورې دسیسې پوره درک کړی د اسلامی ایران د ایډیالونواو ګټو ساتنه وکړی او د درستو امکاناتو او ظرفیتونو په مرسته  د ایران له  اټومی حقوقو دفاع وکړی .


 


ښاغلی آیت الله موحدی کرمانی، د آمریکایی چارواکو وروستیو ایرانی ضد څرګندونو ته اشاره وکړه او ویی ویل  د آمریکایانو  خبرې او  ګواښونه د دې ښودنه کوی،چې  د جینیوا وروستۍ موافقې د ایران پرضد د آمریکا د دښمنیو په کمولو کښې کوم اغیز نه دی کړی او تر څو چې د ایران پرضد  له دغو ناوړه خبرو لاس وا نه اخلی  او د ایران له ملت سره په درناوې  خبری ونکړی، ایرانیان به پرې اعتماد ونکړی .


 


د تهران د جمعی لمانځه خطیب له ایران سره د آمریکا د پخوانۍ دښمنۍ علت، د ایران د اسلامی نظام هویت وباله  او زیاته یې کړه،د ایران اسلامی جمهوریت  د سلطې د نفې د نظام پر اساس جوړ شوی  چې  دا د آمریکا لپاره ستر  او نه زغملو چیلنج دی .


 


ښاغلی موحدی کرمانی وویل د ایران ملت به په تیرو ۳۵ کلونو کښې د خپل هیواد پرضد د آمریکا جنایتونه هیر نکړی ،آمریکا تل د ایران د خلکو دښمنه ده  او وی به او هیڅکله باید د دغه هیواد لخوا د ښه نیت په تمه نه شو .


 


1339760
captcha