IQNA

په هامبورګ کې د صفر د دریمې لسیزې عزادارې ترسره کیږی

14:32 - December 16, 2013
د خبر لمبر: 1343202
نړیواله ډله: د صفر المظفر د مبارکې میاشتې د اخیرې لسیزې د عزادارۍ مراسم د جرمنی د هامبورګ ښار په اسلامی مرکز کې تر سره کیږی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «izhamburg»، یې نقلوی چې د صفر د میاشې د اخیری لسیزې د مبارکو ورځو په مناسبت چې د امام حسین علیه السلام او د هغه ملګرو اربعین (څلویښتۍ) او د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله رحلت او د اهل بیتو د کورنۍ حضرت امام حسن علیه  السلام او حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت ورځې په پکښې شامل دی، د عزدارۍ مراسم تر سره کیږی.


 


په همدې مناسبت په دې لسیزې کې د ویناو مراسم او د اسلامی تعلیماتو دبیانولو او د عزدارۍ مراسم د هامبورګ په اسلامی مرکز کې تر سره کیږی.


 


دا مراسم به هره ورځ د ځای وخت په مطابق ماښام شپږ(6) بجې شروع کیږی چې ښاغلی مولانا حیدری کاشانی به پکې وینا کوی او مولانا حقیقت به د ماشومانو او زلمیانو د ښوونیز او کلتوری پروګرام تر سره کوی


 


1341373
captcha