د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری چینل العالم یې نقلوی چې د امنیتی سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ترهګرو نن له غرمې وروسته، د پلازمېنې بغداد په ختیځ، په الرشیده سیمه کې د حضرت امام حسین علیه السلام د څلوېښتمې پر زیارتوالو چې کربلا ته پلی روان ؤ، د لاسی بمونو برید وکړ چې له امله یې دوه زیارتوال شهیدان شوی او ۱۵ نور ټپیان دی.
خبر زیاتوی نن له غرمې مخکې هم د بغداد په ختیځ، الجدیده سیمه کې د امام حسین علیه السلام پر زیارتوالو بل برید وشو چې له امله یې درې زیارتوال شهیدان او ۷ نور ټپیان شوی دی.
سږ کال په عراق کې د تاوتریخوالی او ترهګرو بریدونو د ټپیانو شمیر شپږ زره او څلور سوه پینځه څلویښت(6445) تنه اعلان شوی دی.
1343401