IQNA

میرمن مرضیه افخم: د تندلاریتوب خطر نړیواله ټولنه ګواښی

9:10 - December 18, 2013
د خبر لمبر: 1343987
سیاسی ډله: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوې ټینګار وکړ د تندلاریتوب خطر نړیواله ټولنه ګواښی او نړیوالې ټولنې ته پکار دی په دې لړ کښې یوې جمعی حل لارې ته ورسی.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د ایران د خارجه وزارت ویاندوې میرمن مرضیه افخم نن د کورنیو او بهرنیو خبریالانو په ټول کښې په عراق کښې د وروستیو ترهګرو حملو د رامینځته کیدو په وجه د عراق له حکومت او ولس سره د خواخوږۍ ښودلو په ترڅ کښې په عراق کښې د یوشمیر ایرانی ماهرانو او ټیکنیشنانو شهادت او هم دا شان په دغه هیواد کښې نورې ترهګرې حملې وغندلې.
 
میرمن افخم وویل: ځینی هیوادونه د خپلو ناجایزو موخو لپاره د ترهګرو ملاتړ کوی او دغه هیوادونه پکار دی د خپلو دغو ورانکارو اقداماتو ځواب ورکړی.
 
د ایران د خارجه وزارت ویاندوې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د خارجه وزیر د ټیلیفونی خبرو اترو د محتوا په هکله هم وویل دغه تماس د ګډ اقدام د پروګرام د اجرا کیدو په لړ کښې د بدلونونو په هکله ټینګ شوی دی د دې په ترڅ کښې چې امریکایی پلو ته د ګډ اقدام له پروګرام څخه د ایران نارضایتی اعلان شی.
 
میرمن مرضیه افخم د ایټمی انرجۍ د نړیوالو آژانس له تائید وروسته د ایران په خلاف د ځینو بندیزونو د لغوه کیدو په هکله د اروپایی اتحادیې د پرونۍ بیانیې په اړه هم وویل په وړومبی ګام کښې دا هیله کیږی چې طرفین د لازمو اقداماتو په نسبت ګام پورته کړی او پکار دی ټینګار وشی چې د دغې بیانیې کلی روح به ګټه ور او رغنده وی او هیله من یو دا اقدام په عمل کښې هم ځان وښئی او اروپایی اتحادیه وتوانیږی پخپلو پروګرامونو عمل وکړی.
 
د ایران د ډیپلماسۍ د ادارې ویاندې د سوریې د کشالې د هواری په هکله په جنیوا-۲ غونډه کښې د ایران د شتون په هکله هم وویل چې د رارسیدلو خبرونو له مخې دغې غونډې ته تر اوسه هیڅ کوم هیواد نه دی وربلل شوی خو پرون یو خبر خپور شو چې د ملګرو ملتو سرمنشی غواړی هیوادونو ته د بلن لیکونو لیږل پیل کړی.
 

1343676

captcha