د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز صوت العراق یې نقلوی چې د کربلا ولایت د صوبایی شورا مشر ښاغلی نصیف الخطابی اعلان وکړ چې د امام عالی مقام د څلویښې مراسمو کې ګډون کونکیو زروانو ځای په ځای کولو لپاره درې زره بسونه تیار دی چې پکښې د عراق داخلی او له عراقه بهرنی زوران پکښې شامل دی او تمه ده چې نږدې دوه کروړه زروان په دې مراسمو کې ګډؤن وکړی.
هغه زیاته کړه چې د امام حسین علیه السلام مزار به څو ورځې پس خپل اوج ته ورسی او تمه ده چې دوه کروړه زوران چې لس لاکهه پکښې بهرنی زواران هم شامل دی په دې مراسمو کې به ګډون وکړی.
الخطابی زیاته کړه چې امنیتی طرحه د دې زوارانو د امنیت لپاره اجرا شوی ده او تر اوسه پورې هماغه راز فعاله ده او د زوارانو د راننوتلو او بهر وتلو لپاره اسانتیاوې په نظر کې ساتلی شوی دی.
د امام حسین علیه السلام د مزار د خدمت دفترونه او د عباس علمدار د مزار د خدمت دفترونه د کاروانونو د هر ډول خدمتونو لپاره چمتو دی.
1343803