IQNA

په عراق کې پر ایرانی زیارت والو برید شوی

10:07 - December 21, 2013
د خبر لمبر: 1344892
نړیواله ډله: د ایران د حج او زیارت وزارت نن وویل هغه ایرانی زیارت وال چې د عراق په بلد ښار کې د امام زاده سید محمد زیارت ته تللی ؤ تر برید لاندې راغلی چې له امله ېې یو زیارت کوونکی شهید او ۱۴ نور ټپیان دی.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له خبری چینل العالم یې نقلوی چې ویل شوی په ټپیانو کې د یوه حالت خطرناک دی.
 
نن په بعقوبه او موصل کې هم پر شیعه زیارت والو د چاودنو په ترځ کې ۹ تنه وژل شوی ؤ .
 
د اربعین حسینی زیارت وال د عراق له بیلابیلو ښارونو پلی د کربلا په لور روان دی.
 
ویل کیږی په تکریت کې هم په پاکستانی زیارت والو د برید شوی چې له امله یې درې تنه شهیدان شوی او دیارلس نور ټپیان دی.
 
1344361
captcha