
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز « lesobservateurs» یې نقلوی چې د پاکستان په پنډۍ ښار کښې پرون د وسله والو ترهګرو لخوا د شیعه مسلمانانو په یوه امام بارګاه او جومات حملې کښې درې(۳) کسان وژل شوی او څوارلس (۱۴) نور ژوبل شوی.
ویل کیږی د پاکستان په پنډۍ کښې د شیعه مسلمانو په جومات چې په ګریسی (Gracy) سیمه کښې دی د یوه(1) ځان وژونکی لخوا چې په موټر سایکل سپور وو حمله شوی ده.
پولیسو د ځان وژونکی مخه ونیوله خو هغه په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد ولوځول چې له کبله یې څو دکانونه او موټرسایکلونه هم تباه شوی دی.
راپورونه و ای چې په وژل شویو کسانو کښې د پولیسو یو لوړ رتبه افسر یعنی سب انسپیکټر (SUB INSPECTOR) هم شامل دی.
د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف په کلکه په پنډۍ کښې د شیعه مسلمانانو په امام بارګاه حمله وغندله او دغه راز د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ډلې هم په بې ګناه خلکو دا خونړۍ حمله وغندله.
په پاکستان کښې اکثره ترهګرې حملې طالبان، لشکر جهنګوی، سپاه صحابه او القاعده ترهګرې ډلې کوی چې له کبله یې بې ګناه خلک وژل کیږی.
له دغو ترهګرو ډلو سره سعودی عربستان، اسرایل او ځینې نور عرب هیوادونه مالی او پوځی مرستې کوی.
1344008