د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه د ایران ایټمی مرکچی پلاوی باید له ۵+۱ ډلې سره په خپلو خبرو اترو کې د یورانیمو د پخولو په شمول د ایران د ملت حقه حقوق او د ایرانیو ځوانانو د علمی پرمختګ، خلاقیت او نوښت روح دوام تثبیت کړی، ځکه دغه برخلیک داسې ملت سره اړه لری چې ترکلونو کلونو پورې ئې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کړی دی.
حجةالاسلام ښاغلی کاظم صدیقی په جینوا کې د نومبر په ۲۴نیټه له ۵+۱ ډلې سره د ایران د ایټمی خبرو اترو بریا ته په اشارې سره وویل په دغه بهیر کې ښې بریاوې ترلاسه شوی او ټول هیله مند شول خو د امریکا ایرانی ضد کړچار او د هغه هیواد د ولسمشر له خوا د ایران بیا ګواښلو د جینوا د ایټمی موافقې خلاف ورزی کړې او ټول ئې نهیلی کړی دی
هغه روښانه کړه د جینوا د ایټمی موافقې سملاسی وروسته د ایران په ضد د امریکا د نوو بندیزونو اعمالیدل په دې باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حکیمانه اټکل چې په امریکا باور نشی کیدلی ، په عمل کې ولیدل شو .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې په ټینګار سره چې له ۵+۱ ډلې سره د ایران د ایټمی مرکچی پلاوی د ایران ملت او د اسلامی انقلاب ستر لارښود تل ملاتړ کړی او بیا به ئې هم وکړی وویل، د ایران ملت له ایرانیو ډیپلوماټانو هیله لری چې د ایران د دښمنانو او بدغواړو په وړاندې په بصیرت او هوښیارۍ سره عمل وکړی ځکه پر هغوی اعتماد کول هیڅ کله هم عاقلانه چاره نه ده.
ښاغلی کاظم صدیقی هم دا راز د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره د کربلا معلی په لور د ملیونونو حسینی مینه والو حرکت ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د سورئې او عراق پشمول د سیمې د بیګناه خلکو عامې وژلې او د تکفیریانو سپیره او ترهه ګر عملیات به د قرآنی او اسلامی ارزښتونو د ساتنې لپاره د مسلمانانو د هلو ځلو خنډ نشی.
هغه روښانه کړه د حضرت امام حسین علیه السلام لاره به تل په تاریخ کې ژوندۍ وی او په دې کې د اسلام او د اهل بیت علیهم السلام د دښمنانو نابودی ده.
1344699