IQNA

په عراق کې پر ایرانیو انجینیرانو د ترهه ګرې حملې نهه عوامل ونیول شول

10:23 - December 21, 2013
د خبر لمبر: 1344908
نړیواله ډله: د عراق په دیاله ولایت کې دغه هیواد ته د ایران د ګیسو د پایپ لاین د غزونکی پروژې د ایرانیو کارکونکو په ضد د تیرې جمعې ورځې د ترهه ګرې حملې پلانونکی او عاملان د عراق امنیتی مامورانو نیولی دی او ویل کیږی چې په لومړنیو پلټنو کې ئې پر خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی.
 
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له عراق الشرقیه ورځ پاڼې یې نقلوی چې  په عراق کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر حسم دانائی وویل په دې باب نهه کسان نیول شوی او په خپلو اعترافونو ئې ددې جنایت د کولو اعتراف هم کړی دی او د عراق امنیتی سرچینو ویلی دی چې ممکنه ده له دغو مجرمانو نوره هم مهم اط‍لاعات ترلاسه شی.
 
بغداد ته د ایران د ګیسو د پایپ لاین د غزونکی پروژې یو شمیر ایرانی کارکونکی د تیرې جمعې ورځې مازدیګر په دیاله ولایت کې له ایران سره د عراق د پوله ایز ښار په لس کلومیټرۍ کې په الندی سیمې کې د خپل کارله ځایه ستنیدل چې ترهه ګرو پرې غلچکۍ حمله وکړه او پنځلس ایرانی کارکونکی ئې شهیدان او څلور نور هم ټپیان کړل هم دا راز د هغوی یو عراقی ډرائیور هم شهید شو.
 
1344657
 
captcha