IQNA

د لبنان حزب الله د اسراییلو پر ضد، د عربو هیوادونو په چپتیا سخته نیوکه وکړه

9:32 - December 28, 2013
د خبر لمبر: 1347465
نړیواله ډله: د لبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین د ملت پر ضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د سیمې د عربو هیوادونو په چپتیا سخته نیوکه وکړه.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسونکی مرکز العهد، یې نقلوی چې د لبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله  بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې د فلسطین په غزې تړانګې د اسرایلو د نیواکګر رژیم د پوځ د حملو په وړاندې د عربو اتحادیې او د نړیوالو موسسو او د عربو هیوادونو چپتیا وغندله او ټینګار یې وکړ چې دغه چپتیا له هر ډول سزا پرته د خپلو جنایتونو دوام او د تیریو د بشپړولو لپاره اسرایلو ته کامل فرصت ورکوی.

د لبنان حزب الله په دغه بیانیې کښې د عربو ملتونو په رول او د فلسطین د ملت په څنګ کښې د هغوې د دریدا په اهمیت ټینګار سره وویل ملتونه باید خپل حکومتونه مجبوره کړی چې د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ کښې د خپل رول د لوبولو لپاره حرکت وکړی.
 
په تیرې سې شنبې ورځ د فلسطین د غزې تړانګې په مختلفو سیمو د اسرایلو د ظالم او نیواکګر رژیم په هوایی حملو کښې د یوه (۱) څلور(۴)کلن ماشوم په شمول دوه (۲) فلسطینیان شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شوی وو.  
1347243
captcha