IQNA

د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د وفاق ګوند مشر علی سلمان خوشی کړ

9:35 - December 30, 2013
د خبر لمبر: 1348686
نړیواله ډله: د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم هیواد د تر ټولو ستر سیاسی ګوند وفاق مشر شیخ علی سلمان له پلټنې وروسته خوشی کړ.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له المنار ټی وی چینل یې نقلوی چې د بحرین د خبری سرچینو په قول د دغه هیواد د تر ټولو ستر سیاسی ګوند وفاق مشر شیخ علی سلمان د حکومت لخوا تورن دی چې د تیرې اونۍ په جمعې لمانځه خطبو کښې یې د بحرین د حکومت پر ضد وینا کړی ده.


 


د بحرین څارنوال پرون د وفاق ګوند د مشر شیخ علی سلمان له احضارولو او پلټنې  وروسته خوشی کړ خو خارج ته په سفر یې بندیز  ولګاوه.


 


د بحرین الوفاق ګوند وویل پولیسو شیخ سلمان چې حکومت پر ضد د مظاهره چیانو په ټول کښې موجود وو نیولی دی.


 


الوفاق ګوند وویل شیخ سلمان د حکومت لخوا د هغه پرضد  له ځینو غیر قانونی اقداماتو وروسته د جنایی تحقیقاتو دفتر ته احضار شوی او پلټنه ترې شوی ده او نیول شوی دی.


 


وفاق ګوند د بحرین د حکومت ترټولو ستر مخالف سیاسی ګوند ګڼل کیږی.


 


د بحرین خلک درې(۳) کاله کیږی چې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه(۱) خپلواکه حکومت د ټینګیدا غوښتنه کوی.


 


د بحرین خلک دغه راز له هیواد څخه د سعودی عربستان، اردن او متحده عربی اماراتو د نیواکګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه هم کوی.


1348000


 

captcha