
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د المنار ټی وی یې نقلوی چې حزب الله اعلان وکړ: له دا ډول حملو یوازې د لبنان دښمنان ګټه پورته کوی او مقاومت د لبنان له ټولو خلکو غواړی چې په هوښیارۍ او زیرکتیا سره له دا ډول ترهګرانه اقداماتو سره مقابله وکړی.
حزب الله پخپله بیانیه کښې په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې دغو چاودنو او ترهګرانه عملیاتو د لبنان ملی وحدت او یووالی په نښه کړی دی، زیاته کړه: حزب الله دا سپیره جنایت د هغو جرمونو او چاودنو لړۍ بولی چې موخه یې د لبنان ورانول دی.
په عین حال کښې په لبنان کښې د جمعې د لمانځه خطیبانو هم د بیروت ترهګره چاودنه د لبنان د دښمنانو خدمت وباله او ټینګار یې وکړ چې په دې چاودنه باندې صهیونیسټان خوشال دی.
له دې مخکښې د لبنان وزیراعظم نجیب میقاتی، خارجه وزیر عدنان منصور او دفاع وزیر فایز غصن هم په جلا ډول د بیروت د ترهګرې چاودنې د غندلو په ترڅ کښې د دغې ترهګرې حملې موخه د لبنان د سولې او امنیت خرابول بللی وو.
په لبنان کښې د سوریې سفیر علی عبدالکریم علی هم د دغې ترهګرې چاودنې وروسته وویل: د دې کار هدف په لبنانیانو کښې اختلاف رامینځته کول دی.
آخوا د ملګرو ملتو سرمنشی، امنیت شورا، اردن، ترکیې او حماس هم دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
یادونه کوو چې د لبنان په پلازمینه بیروت کښې یوه ترهګره چاودنه وشوه چې پکښې د لبنان د یو پخوانی وزیر په شمول اته تنه وژل شوی او له اویاو زیات کسان ژوبل شول.
1347404