IQNA

د تهران د جمعې لمانځه خطیب: د اهل سنت عالمان دې، د تکفیری ډلو جنایتونه وغندی

10:22 - January 04, 2014
د خبر لمبر: 1350177
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب ښاغلی آیت الله سید احمد خاتمی له اهل سنتو عالمانو وغوښتل چې د سیمې په هیوادونو کې د تکفیریانو جنایتونه وغندی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطییب، آیت الله سید احمد خاتمی همدا راز وویل چې د جینوا دوه غونډه د ایران له ګډون پرته ناکامه ده.


ښاغلی سید احمد خاتمی د سوریې د کړکیچ د حلولو په موخه د جینوا دوه په نړیواله غونډه کې د ایران د اسلامی جمهوریت په نه بلنه کې د امریکا فشارونو ته په اشارې سره وویل چې ایران په دې غونډه کې ګډون ته اړتیا نه لری، خو د ایران له ګډون پرته به د جینوا دوه غونډه نتیجه ورنه کړی.


آیت الله خاتمی د دې په بیانولو سره چې ایران په اسلامی نړۍ کې ستر قدرت دی او په هره غونډه کې یې ګډون منطق دی، وویل چې د سلطې نظام د دې کار مخالف دی.


د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم دا رنګه د عراق په لویدیځ، الانبار ولایت کې له ترهګرو سره په مبارزه کې د عراق له دولت څخه په قدرونې سره ټینګار وکړ، جنایتکار تکفیریان د امریکا په ملاتړ سره د سوریې او لبنان په شمول په سیمه کې د ترهګرو عملیاتو او جنایتونو مرتکب ګرځی.


آیت الله خاتمی وویل چې امریکا او ملګری یې اسلامی نړۍ نا امنه غواړی او خپلو شیطانی موخو ته د رسیدو لپاره  سیمه اییزو جنایتونو، نښتو او نا امنیو کې له ګډونه استفاده کوی.


آیت الله خاتمی په دوام کې د مرغومې ۹ مې نیټې ته چې په ایران کې حماسه ګڼل کیږی اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه حماسه، د ایران له اسلامی جمهوری نظام او ولایت فقیه سره د ټول ایران د خلکو بیعت و.


د تهران د جمعې لمانځه خطیب، په ۲۰۰۹ میلادی کال کې په ایران کې د ولسمشریزو ټولټاکنو له ترسره کېدو وروسته د فتنه اچوونکو اته میاشتنۍ فتنې په یادونې سره وویل چې د اسلامی ایران خلکو د مرغومې په ۹مه هغوی ته ثابته کړه چې د اسلامی نظام بنسټ ولاړ دی او د ایران له اسلامی جمهوری نظام سره یې عهد کړی دی.


1349981
captcha