د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له نون خبری اژانس یې نقلوی چې ښاغلی ایت الله بشیر نجفی له دې عملیاتو د راتلونکو ټاکنو لپاره د سوء استفادې په اړه هم خبرداری ورکړ او له سیاسی ډلو ېې وغوښتل د هیواد په وړاندې په خپلو ملی دندو عمل وکړی. د شیعه یانو دې مرجع د عراق له فوځ وغوښتل له ترهګرو د عراق ټول ولایتونه پاک کړی او د عراق د ملت د ارمانونو د پرځایښت لپاره هڅې وکړی. له بلې خوا د عراق د دفاع وزارت ویاند وایی فوځ به فلوجې ښار ته د ننه نه شی. محمد العسکری وایی په دې ښار کې به فوځ یواځې د هغو قبایلو ملاتړ وکړی چې د القاعدې په وړاندې په جګړه بوخت دی. العکسری ټینګار وکړ دا چې ویل کیږی فوځ په فلوجه سخته بمباری کړې دا یواځې تبلیغات دی. د هغه په وینا د القاعدې ترهګرو په فوځیانو د توپونو ډزې وکړې تر څو فوځ متقابل اقدام ته وهڅوی او بیا خلکو ته ووایی چې فوځ په ښار بمباری کړې. د عراق لومړی وزیر نوری المالکی وویل په فلوجه او الانبار کې به د القاعدې او تروریستی ډلو تر بشپړې نابودۍ فوځی عملیات دوام ولری. 1351696