IQNA

ایت الله خامنه ای: د امریکې حکومت، په نړۍ کښې د انسانی حقوقو ستر خلاف ورزی کوونکی دی

13:24 - January 10, 2014
د خبر لمبر: 1352881
سیاسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای، نن د ۱۳۵۶ هجری لمریز کال د مرغومې د ۱۹ په مناسبت، چې د قم د خلکو د تاریخی پاڅون کلیزه ده، د دغه ولایت د زرګونو خلکو په ټول کښې، د ایران د ملت او اسلامی نظام پرضد د آمریکا د سیاسی او مطبوعاتې ټولنو او شخصیتونو دښمنۍ ډکو څرګندونو ته اشاره وکړه.
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه، هر څوک چې د بشری حقوقو په باب خبرې کوی ودې وکړی، خو  آمریکایان دا حق نۀ لری چې خبری وکړی، ځکه د آمریکا حکومت په نړۍ کښې د بشری حقوقو ستر خلاف ورزی کوونکی دی .
 د رهبرۍ ستر مقام له صهیونست غاصب رژیم او د غزی د مظلومو خلکو په شمول د فلسطینیانو پرضد  د دغه رژیم جنایتونو او  په هغوۍ د خوراکی او طبی امکاناتو د رسیدو  په مخنیوې کښې د آمریکا پرله پسې ملاتړ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، دا ټول د آمریکایانو له لورې د بشری حقوقو د پایمالولو او جنایتونو بیلګه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه ای، د ګوانتامامو د تړلو په اړه  د آمریکا ولسمشر انتخاباتې ژمنې او د دغه ژمنې د ۵ کلونو تیریدو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکاوه، د پاکستان او افغانستان په خلکو د آمریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې او نور په زرګونو جنایتونه او همدغه راز په نړۍ کښې د هغوۍ د ناپیژندل شویو جنایتونو رودې، د آمریکا د بشری حقوقو ضد او حقیقی ماهیت ښودنه کوی .
ښاغلی آیت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه، ایران د آمریکا او زیاتو لویدیځو حکومتونو لخوا د بشری حقوقو د خلاف ورزیو مدعی دی او دوۍ باید د نړۍ د عمومی افکارو په وړاندې ځواب ورکړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، هم دغه راز د اټومی خبرو اترو په اړه وفرمایل، له لویدیځ سره د ایران خبرې اترې، د بندیزونو له کبله نه وی، بلکه د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو مصلحتونو پر اساس، چې هر کله معلومه کړی، خبرې اترې به وکړی او په وروستیو خبرو اترو کښې هم یو ځل بیا له ایران او اسلام سره د امریکا دښمنې او د ایران په وړاندې د آمریکا کمزورتیا نړیوالو ته ثابته شوه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ،  مونږ مخکې هم ویلی ؤ چې  د ایران اسلامی جمهوری نظام په ځانګړو موضوعات کښې چې مصلحت ووینی  له دغه  شیطانی (آمریکا) سره د شر د ختمولو او ستونزې د آوارولو لپاره خبرې اترې کوی .
هغوۍ په تیر وخت غور او له پیاوړ او کمزور ټکو درس اخیستلو اړتیا ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، څوک باید  له دغه توهم او خیال سره مخ نه شی، چې  د ایران د اسلامی انقلاب دښمنانو، نن سبا  له دښمنۍ لاس اخیستی، ځکه چې ممکنه ده هر دښمن شاتګ ته مجبوره شی، خو باید د دښمن خندا جدی ونه ګڼو او پرې ونه غولیږو.
1352707
 
captcha