IQNA

د اردن باچا له سیاسی لارې د سوریې د کړکیچ پر حلولو ټینګار وکړ

11:02 - January 17, 2014
د خبر لمبر: 1359927
سیاسی ډله: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د اردن پاچا، دویم ملک عبدالله پرون په پلازمېنه امان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، محمد جواد ظریف سره په کتنه کې وویل چې د سوریې کړکیچ باید له سیاسی لارې حل شی.


د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د خارجه وزارت له ویب پاڼې یې نقلوی چې چې د اردن باچا او د ایران د بهرینو چارو وزیر د منځنی ختیځ د مختلفو ننګونو او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو د رامنځ ته کولو لپاره د غږملتیا په اړه خبرې اترې وکړې.



د اردن باچا هم دا رنګه د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا لپاره هیله مندی څرګنده کړه او د سوریې د کړکیچ د حلولو او د مینځنی ختیځ د بدلونونو په اړه د خپل هواد دریځ یې بیان کړ.



د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د سخت دریځۍ او فرقه یی فتنې په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت لیدتوګې بیان کړې او ویې ویل چې باید د هیوادونو سیاسی ادارې د ترهګرۍ او سخت دریځی د له مینځه وړلو ته پام وکړی.



ظریف زیاته کړه چې ایران د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لپآره د دغه هیواد د انسانی ستونزو له حلولو سره مرستې ته چمتو دی.



1359266
captcha