د اردن باچا له سیاسی لارې د سوریې د کړکیچ پر حلولو ټینګار وکړ
11:02 - January 17, 2014
لینک کاپي شوی
د خبر لمبر: 1359927
سیاسی ډله: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د اردن پاچا، دویم ملک عبدالله پرون په پلازمېنه امان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، محمد جواد ظریف سره په کتنه کې وویل چې د سوریې کړکیچ باید له سیاسی لارې حل شی.
د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د خارجه وزارت له ویب پاڼې یې نقلوی چېچې د اردن باچا او د ایران د بهرینو چارو وزیر د منځنی ختیځ د مختلفو ننګونو او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو د رامنځ ته کولو لپاره د غږملتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایران دبهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د سخت دریځۍ او فرقه یی فتنې په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت لیدتوګې بیان کړې او ویې ویل چې باید د هیوادونو سیاسی ادارې د ترهګرۍ او سخت دریځی د له مینځه وړلو ته پام وکړی.
ظریف زیاته کړه چې ایران د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لپآره ددغه هیواد د انسانی ستونزو له حلولو سره مرستې ته چمتو دی.