د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی پرون په تهران کښې د اسلامی وحدت دری ورځنی اوویشتم نړیوال کنفرانس د پیل په دستورو کښې وویل د مسلمانانو دښمنان تل دوه هدفونه د اسلامی امت تر مینځ د درز او اختلاف اچول او د دغه ښکارندو ژورول تعقیبوی .
ډاکټر روحانی،همدغه راز د ملګرو ملتو په عمومی ټولنه کښې د سرزورۍ او تاوتریخوالې د خالی نړۍ په باب د ایران د وړاندیزی طرحې د رایو په اکثریت د تائیدیدو یادونه وکړه او ویی ویل،دغه طرحه دومره جامعه، سخته او پریکنده وه چې حتی دښمنانو هم له دې طرحې سره د مخالفت جرات نه درلوده .
د اسلامی مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې مشر آراکی هم د دغه کنفرانس د پیل په دستورو کښې وویل، د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس د اسلامی نړۍ د ستونزو په آوارې او له دسیسو سره په مقابلې پسې دی .
هغه زیاته کړه دسیسې، مذهبی فتنې،د ملتونو تر مینځ تفرقې، همدغه راز تکفیر او ترور د ننۍ نړۍ ځانګړنې له خطر سره مخ کړی او درست مسلمانان باید له دې منحرفی او کږی مسئلې سره چلند وکړی .
هغه ټینګار وکړ دغه ډول کنفرانسونه او د شیه او سنی ګډ کنفرانسونه او داسلامی ټولنې د یووالې ښودل ،د هغو کسانو پرضد جدی مبارزه کیدلای شی، چې غواړی خپل منحرف افکار په نورو وتپی .
1359970