
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له لبنانی ورځ پاڼې «النهار الجدید»، یې نقلوی چې النصره ترهګرې ډلې چې دالقاعده ډلې یوه څانګه ده او دسعودی عربستان له جاسوسۍ ادارې مالی اوپوځی مرستې ترلاسه کوی په یوې بیانیې کښې د لبنان په شمال ختیځ کښې په هرمل ښار کښې دپرونۍ بم چاونې مسوولیت پرغاړه واخیست.
په لبنان کښې دغه ترهګره بم چاودنه په داسې حال کښې شوی ده چې د دغه هیواد دپخوانی لومړی وزیر رفیق حریری د ټرور د نړیوال محکمې غونډه له کلونو کلونو وروسته پرون دهالینډ په هیګ ښار کښې پیل شوه.
د لبنان په هرمل ښار کښې پرونۍ دالنصره ترهګرې ډلې په بم چاودنې کښې درې (۳)کسان مړه او څو نور ژوبل شول.
په سوریې کښې دترهګرو ډلو چې د سیمې عرب هیوادونه او دغه راز لویدیځ هیوادونه ورسره ډیرې مالی او پوځی مرستې کوی له سختو ماتیو وروسته په خلکو او سیاسی ډلو کښې داختلافاتو د رامینځته کولو په هدف سره په عراق او لبنان کښې دترهګرو حملو ترسره کول خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
1359878