IQNA

اراکی: دوښمنان د مسلمانانو تر مینځ له نښتو د ځاڼ په ګټه کار اخلی

9:17 - January 20, 2014
د خبر لمبر: 1360790
سیاسی ډله: د اسلامی ایران د مذاهبو د تقریب د ټولنې مشر آیت الله محسن اراکی نن وویل له مسلمانانو سر بیره ټول د خدای منونکی او مؤحدین کولای شی د توحید پر چورلیز یو له بل سره ملګری او غږمله شی .


د قران نړیوال خبری  اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی ایران د مذاهبو د تقریب د ټولنې مشر آیت الله محسن اراکی وویل په نړۍ کې ټول جنګونه او دوښمنۍ له شیطانی قدرتونو د واک والانو د مطابعت نتیجه ده .



د هغه په وینا د ایران اسلامی انقلاب د نورو اسلامی هیوادونو لپاره یوه ښه بیلګه  ده .



آیت الله محسن اراکی زیاته کړه په تهران کې د اسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې تر ټولو چورلیزی موضوع له تکفیری جریانونو سره د مقابلې  د لارو چارو څیړل ؤ .



د هغه په وینا په دې دری ورځنی کنفرانس کې د تکفیری جریانونو او هغو ګواښونو په وړاندې  چې اسلامی ټولنې ته متوجه دی د مقابلې لپاره په بیلابیلو کمیټو کې په وړاندیزونو بحث او د نظر تبادله وشوه .



د هغه په وینا د ایران له خوا په دې کنفرانس کې د ګډون بلن لیکونه د نړۍ د اسلامی علماؤؤ اتیا سلنې ومنل چې دا په خپله د اسلامی نړۍ په مسایلو کې د ایران له هڅو د پام وړ هرکلی په وینا دی .



1359965

captcha